هرات(پژواک، ١٩لړم ٩٧): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د کهسان ولسوال حاجي امير هفت بلا په دفتر کې د چاودنې له امله ياد ولسوال له دوو نورو کسانو سره وژل شوى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د ولسوال په دفتر کې شوې ده .
هغه زياته کړه چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن