کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٧): سرچينه وايي چې د هرات والي محمد اصف رحيمي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
يادې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوموړي استعفا د ولسمشر له خوا منظور شوې هم ده.
خو د نوموړي د استعفا لامل لا تراوسه نه دى څرګند.
رحيمي کابو له ٢٠١٤ راپدېخوا د هرات د والي په توګه دنده ترسره کوله او تر دې مخکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزير و.
تېره ورځ د ميدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن