کابل (پژواک،۱۹لړم ۹۷): د ولسي جرګې ځینو غړو د مسکو غونډې هرکلی کړی او د دې ترڅنګ يې غوښتنه کړې چې د دا ډول غونډو مشرۍ باید د افغانانو په غاړه وي، همداراز هیله مندي یې ښودلې څو دا غونډه په هېواد کې د سولې د ټینګښت سبب شي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه، پرون د افغانستان سولې عالي شورا او طالبانو استازو، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا په ګډون د مسکو په پریزډينټ هوټل کې جوړه شوه
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د دې کنفرانس په اړه بحث وشو.
په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي زمرک پادخوابي د مسکو غونډې ته په اشارې وویل: ((افغانان د سولې د ټینګښت پلویان دي، افغان دولت باید د سولې اصلي اړخ په لټه کې شي.))
د هغه په باور، د دا ډول غونډو جوړول د وخت له ضایع کېدو پرته د سولې ټینګښت لامل نه شي کېدای؛ ځکه د ولسي جرګې د دې غړې په وینا، د افغان سولې اصلي اړخ، امریکا او پاکستان دي او باید له دې هېوادونو سره خبرې وشي.
په دې جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي نادرخان کټوازي د مسکو له غونډې د هرکلي ترڅنګ د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې غونډو پر جوړېدو ټينګار وکړ او ويې ویل: ((چېرته چې د افغان سولې په اړه غونډه جوړېږي او یا کوم اقدام کېږي، موږ یې ملاتړ کوو؛ خو باید دا ډول غونډې د افغان دولت په مشرۍ ترسره شي.))
نوموړي د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې څخه غوښتنه وکړه چې طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته اړ باسي.
په دې جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون هم ورته نظر لري او هیله مندي یې وښوده چې د مسکو غونډه به هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل شي.
هغې، همداراز له افغان دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې دې عملي ګامونه واخلي او د سولې په تړاو دې له هرې غونډې ملاتړ وشي.
د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم د افغان سولې په اړه په هر هېواد کې له جوړېدونکو غونډو ملاتړ وښود؛ خو ويې ویل چې د سولې په تړاو غونډې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.
د ولسي جرګې غړي عبدالرووف ابراهیمي، په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدا د سولې خبرو کې د ډلې امتیاز تر لاسه کول وبلل او ويې ویل: ((افغانان په افغانستان کې د سولې ټینګښت په تړاو په هر هېواد کې له جوړېدونکو غونډو څخه ملاتړ او هرکلی کوي.))
نوموړي هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د غونډو په جوړولو ټینګار وکړ او هیله مندي يې وښوده چې د مسکو غونډه به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او جګړی پای ته رسېدو پیلامه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن