ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې ۱۱ غړي دولت ته تسليم شول

ننګرهار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې ۱۱ غړي دولت ته تسليم شول

author avatar
10 Nov 2018 - 18:39
ننګرهار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې ۱۱ غړي دولت ته تسليم شول
author avatar
10 Nov 2018 - 18:39

جلال اباد (پژواک، ۱۹ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې ۱۱ غړي د سيمې د خلکو په هڅو دولت ته تسليم شوي دي.

چارواکي وايي، يادو کسانو وروسته له هغه له دولت ضد کړنو لاس اخيستی چې سيمه کې ولسي خلکو د داعش پر ضد پاڅون وکړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، په نازيانو ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د دوو قوماندانانو، پنځو مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱ داعش وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

هغه زياته کړه، يادو کسانو په سيمه کې ډېرو دولت ضد فعالیتونو کې ونډه اخيستې ده او د دې ترڅنګ يې د سيمې خلک هم ځورولي دي.

نوموړي که څه هم د تسليم شويو وسله والو د هويت په تړاو څه ونه ويل؛ خو يادونه يې وکړه چې د داعش په ډله کې له افغانانو سربېره پاکستاني، ازبک، چيچنايي او د نورو هېوادونو جګړه مار  فعاليت کوي.

خوږياڼی وايي، يوځای شويو وسله والو خپلې يو شمېر وسلې هم امنيتي ځواکونو ته تسليم کړې دي او دغه راز يې ډاډ ورکړی چې نور به دولت ضد فعاليتونو کې برخه نه اخلي.

د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې سلګونه ولسي خلکو د داعش ډلې پر ضد خپلې وسلې پورته کړې او غږ يې وکړ، تر هغه وخته به خپلې وسلې پر ځمکه کېنږدي، چې د داعش ډلې وروستی غړی يې هم له خپلې سيمې نه وي ختم کړی.

خو داعش ډلې تر اوسه نه هم د دغو تسليم شويو وسله والو او نه هم په ياده ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په تړاو غبرګون څرګند کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.