د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کارپوهان: د مسکو ناسته د سولې اصلي خبرو اترو لپاره مهمه وه

کارپوهان: د مسکو ناسته د سولې اصلي خبرو اترو لپاره مهمه وه

Nov 10, 2018 - 15:42

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د افغان سولې لپاره د مسکو ناسته ګټوره بولي او وايي چې تر اصلي خبرو اترو مخکې دا ډول ناستې او تفاهمات ضروري  دي.

د افغانستان د سولې په اړه د روسيې په نوښت پرون په مسکو کې يوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان عالي شورا پلاوى، د طالبانو د قطر دفتر پنځه کسيز پلاوى او د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د سياسي چارو کارپوهان د مسکو ناسته او دې ورته د سولې په تړاو هر ډول ناستې او کنفرانسونه د افغان سولې لپاره ګټور بولي.

د سولې شورا پخوانى کارکوونکى او د سولې فعال مشتاق رحيم وايي، د سولې خبرې چې هر چېرته او هر څوک کوي بايد وستايل شي او ملاتړ يې وشي.

هغه د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د مسکو ناسته د سولې مذاکرات نه، بلکې په دې برخه کې د کنګل ماتولو يوه هڅه وه.

مشتاق رحيم وايي: ((د سولې شورا پلاوي او د طالبانو د قطر دفتر غړو د مسکو غونډې په څنډه کې سره وليدل، روغبړ يې وکړ او سره يې وخندل، خدای مهربانه دی ډېر ژر به سره مخامخ خبرو ته هم کېني.))

د سولې او سياسي چارو کارپوه انتظا خادم هم وايي چې د مسکو ناسته مهمه او حياتي وه او ټولو خواوو په کې د خپلو نظرونو څرګندونه وکړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، تر هند، پاکستان، سعودي او ايران وروسته چې د افغانستان په نيابتي جګړه کې ښکېل دي، اوس روس او امريکا دغه کار پيل کړى دى.

خو خادم وايي چې د لومړي ځل لپاره امريکا او روسيې ترمنځ د افغان سولې پر تعريف هوکړه رامنځته شوې ده چې دغه کار هيله بښونکى دى.

د هغه په وينا، سره له دې چې د سولې پر ميکانيزم، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت پر وېش تر اوسه بحث نه دى شوى، خو دا چې د امريکا او روسيې ترمنځ سوله تعريف شوې، لويه لاسته راوړنه ده.

دى زياتوي چې اوس بايد پر دې تعريف بحثونه وشي او جزئياتو ته ولاړ شي.

خادم وويل چې سوله يوه طبيعي پروسه ده، پروژه نه ده، د جګړې له دوامه ټول لوري ستړي شوي او د دې ستړيا رفع کولو لپاره سوله غواړي؛ دا وخت غواړي، اصلي مذاکراتو لپاره داسې تفاهمات کول مهم او نېک قدم دى.

خو هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې د مسکو غونډې ته يې پياوړى پلاوى نه و لېږلى، څو یې د افغان حکومت دريځ سم وړاندې کړى واى.

د ټولنيزو چارو کارپوه نعمان دوست وايي، نږدې دوو لسيزو وروستيو جګړو دا ثابته کړه چې د جګړې په ډګر کې هېڅوک ګټونکي نه دي؛ جګړه د حل لاره نه ده، اول وي که اخر سوله به کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((خو دا چې تر هغه وخت به موږ څومره سرونه بايلو دا به خدای ته معلومه وي. اوس په کار دا ده چې موږ خپلو سرونو ته قدر ورکړو او په خپل ټول وس د سولې خوا ونیسو.))

دوست وايي، افغانان سېلاب په مخه کړي، ځګ ته هم لاس اچوي؛ د سولې دا سفرونه که څه هم داسې مهال کې ترسره کېږي چې په وطن کې د سولې لپاره هېڅ شين څراغ نشته، وژنې دي، بريدونه او اورونه دي خو چاره څه ده، هر کار چې ځنډنی شي نور بعدونه پیدا کوي.

د نوموړي په وينا، که چېرې دغه کار په ۲۰۰۱ يا ۲۰۰۲ کې شوی وای، ډېر اسانه به و، دومره سرونه به مو نه قلم کېدل او دومره وطن به مو نه ورانېده.

دوست زياتوي، اوس تر ډېره سوله د افغانانو له لاسه وتلې، که د جګړې په دوام کې د لرې او نږدې خلکو ګټه وي، نو سولې ته به مزاحتونه جوړول دوام لري او که فضاء داسې جوړه وي او په جګړه کې د غیر مستقیم ذیدخلو هېوادونو قناعت داسې حاصل شي چې سوله کې یې خیر دی او یا دې قناعت ته مجبور کړای شي، نو هیله ده نتيجه ورکړي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم د مسکو غونډه ګټوره بولي او وايي چې ګټه يې حکومت، طالبانو او په ټوله کې افغانانو ته وه، دا لومړى ځل دى د سولې لپاره غټه غونډه جوړېږي او ټولې خواوې په کې ګډون کوي.

هغه پژواک ته وويل، د مسکو په غونډه کې د امريکايانو او طالبانو شتون غټه خبره وه، طالبانو خپل نظرونه بيان کړل، واورېدل، ژمنه وشوه چې د بحران يواځېنى حل سوله او تفاهم دي.

حقيار وايي، په دې ناسته کې ټينګار وشو چې د سولې لپاره به نورې هم هڅې او غونډې وشي، دغه جريان به روان وي، ټولو پر بين الافغاني تفاهم ټينګار وکړ.

د نوموړي په وينا، د مسکو غونډې ته د طالبانو په وينا کې ژور بدلونونه وليدل شول، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه.

د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند وايي چې د مسکو ناسته مثبت ګام بولي او زياتوي، چې د امريکا له خوا د سولې په موخه پيل شويو هڅو سره دا ډول هڅې د مريکا د سولې هڅې پياوړي کوي .

نوموړي هم پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې شورا کمزورى پلاوى لېږلى و چې وې نه شو کولى هلته خپل دريځ ښه روښانه کړي.

ځلاند ادعا کوي چې د دغه ډول کمزوري پلاوي لېږلو سره دا معلومه شوه چې سوله د افغان حکومت لومړيتوب نه دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم هیله څرګنده کړې ده چې د مسکو ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغو خبرو اترو ته لاره هواره کړي خو دا يې هم ويلي چې طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement