کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د افغان سولې لپاره د مسکو ناسته ګټوره بولي او وايي چې تر اصلي خبرو اترو مخکې دا ډول ناستې او تفاهمات ضروري دي.
د افغانستان د سولې په اړه د روسيې په نوښت پرون په مسکو کې يوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان عالي شورا پلاوى، د طالبانو د قطر دفتر پنځه کسيز پلاوى او د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د سياسي چارو کارپوهان د مسکو ناسته او دې ورته د سولې په تړاو هر ډول ناستې او کنفرانسونه د افغان سولې لپاره ګټور بولي.
د سولې شورا پخوانى کارکوونکى او د سولې فعال مشتاق رحيم وايي، د سولې خبرې چې هر چېرته او هر څوک کوي بايد وستايل شي او ملاتړ يې وشي.
هغه د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د مسکو ناسته د سولې مذاکرات نه، بلکې په دې برخه کې د کنګل ماتولو يوه هڅه وه.
مشتاق رحيم وايي: ((د سولې شورا پلاوي او د طالبانو د قطر دفتر غړو د مسکو غونډې په څنډه کې سره وليدل، روغبړ يې وکړ او سره يې وخندل، خدای مهربانه دی ډېر ژر به سره مخامخ خبرو ته هم کېني.))
د سولې او سياسي چارو کارپوه انتظا خادم هم وايي چې د مسکو ناسته مهمه او حياتي وه او ټولو خواوو په کې د خپلو نظرونو څرګندونه وکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، تر هند، پاکستان، سعودي او ايران وروسته چې د افغانستان په نيابتي جګړه کې ښکېل دي، اوس روس او امريکا دغه کار پيل کړى دى.
خو خادم وايي چې د لومړي ځل لپاره امريکا او روسيې ترمنځ د افغان سولې پر تعريف هوکړه رامنځته شوې ده چې دغه کار هيله بښونکى دى.
د هغه په وينا، سره له دې چې د سولې پر ميکانيزم، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت پر وېش تر اوسه بحث نه دى شوى، خو دا چې د امريکا او روسيې ترمنځ سوله تعريف شوې، لويه لاسته راوړنه ده.
دى زياتوي چې اوس بايد پر دې تعريف بحثونه وشي او جزئياتو ته ولاړ شي.
خادم وويل چې سوله يوه طبيعي پروسه ده، پروژه نه ده، د جګړې له دوامه ټول لوري ستړي شوي او د دې ستړيا رفع کولو لپاره سوله غواړي؛ دا وخت غواړي، اصلي مذاکراتو لپاره داسې تفاهمات کول مهم او نېک قدم دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن