کابل(پژواک،۲٠ لړم ۹۷): د ملي مشارکت ګوند او د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په مسکو ناسته کې د سولې شورا فعالیت کمزوری ګڼي او وايي چې دغه غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښودلو لپاره جوړه شوې وه.
دوی د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي.
د مسکو غونډه د افغانستان د سولې لپاره د روان کال د لړم په ۱۸ مه په مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا، طالبانو، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او متحده ایالتونو استازو په کې برخه درلوده.
د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رییس نجیب الله کابلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د سولې عالي شورا استازو د مسکو په غونډه کې ډېر کمزوری فعالیت درلود او ونه توانېدل چې د دې شورا له دريځ او د افغانستان له حکومت او خلکو دفاع وکړي.
نوموړي وویل، طالب استازو په دې غونډه کې د افغانستان حکومت فاسد او اشغال شوی وباله خو د سولې عالي شورا یې د ځواب ورکولو توان نه درلود.
کابلي زیاته کړه، د سولې شورا پلاوى د طالبانو د دې څرګندونو په اړه چوپ پاتې شو چې د دوی دغه دریځ طالبانو ته بیا هویت ورکړ.
د ده په خبره، د افغان دولت له رهبرۍ او سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو بنسټونو او ملي شورا له شتون پرته به د سولې ټولې خبرې د جګړې له دوام پرته مثبتې پایلې ونه لري.
هغه د مسکو غونډه د طالبانو لپاره لاسه وړنه وبلله او زیاته یې کړه، دغه غونډه د سولې لپاره نه، بلکې د طالبانو او زرو ښودنې لپاره جوړه شوې وه او وتوانېده چې دوی ته هویت ورکړي.
د هغه په خبره، له دې وروسته باید د افغانستان د سولې هر غونډه د افغانانو په مشرۍ په هېواد کې دننه جوړه شي.
دغه راز کابلي وویل، د سولې شورا باید منحل شي ځکه مشخصه لاسته راوړنه نه لري.
نوموړي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیزاد څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان دولت مشري په پام کې ولري، ځکه د ده په باور د افغان دولت له مشرۍ پرته به د سولې ټولې خبرې بې پایلې وي.
نجیب کابلي د خپلو خبرو په دوام وویل، طالبان د روسیې، د ایران د سپاه قدس او د پاکستان د ای اس اس له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن