کندوز ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندوز د غالۍ اوبدونکو د نوي جوړېدونکي ښارګوټي د څلورو انجنيرانو په ګډون اته کارکوونکي تښتولي دي.
د غالۍ اوبدونکو دغه ښارګوټى او د غالۍ اوبدلو دغه ستر توليدي مرکز درې ورځې مخکې د کندوز ښار اړوند د عسقلان په دښته کې د والي عبدالجبار نعيمي او ښار جوړونې د وزير له خوا پرانيستل شو چې په ټوليزه توګه د ١،٣ ميليارده افغانيو په لګښت جوړېږي.
د دغه ښار ګوټي جوړولو چارې د ميربچه کوټ ساختماني شرکت له خوا پر مخ وړل کېږي.
د یاد شرکت يوه مسوول افسر علي د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې يوه ډله وسله والو طالبانو د دوى پر دفتر بريد وکړ.
هغه زياته کړه، وسله والو د دوى څلور انجنيران او څلور موټر چلوونکي له يوه لوډر موټر سره له ځان سره بيولي دي.
د ده په وينا، تر اوسه دوى له تښتول شوو کارکوونکو سره هېڅ ډول اړيکې نه لري او له حکومته يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
په ياده سيمه کې د عامه نظم پوليسو د اتمې لوا رييس ارکان ډګروال محمد رحيم کوهدامني پژواک اژانس ته د يادو کسانو تښتول تاييد کړل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د دوى د پيدا کولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، د شرکت ياد کارکوونکي له ټاکلي امنيتي ساحې بهر وتلي وو؛ ځکه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن