ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان ولايت کې د کرکټ بورډ بند امير زون دفتر پرانستل شو

پروان ولايت کې د کرکټ بورډ بند امير زون دفتر پرانستل شو

author avatar
11 Nov 2018 - 13:03
پروان ولايت کې د کرکټ بورډ بند امير زون دفتر پرانستل شو
author avatar
11 Nov 2018 - 13:03

چاريکار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧) : د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په پروان ولايت کې د بند امير زون نوى دفتر د پرانستلو ترڅنګ نوى مسوول يې هم معرفي شو.

په دې مراسمو کې چې پرون په چاريکارو ښار کې جوړ شوي وو، د پروان والي فضل الدين عيار، د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيز الله فضلي، اجراييوي رييس شفيق ستانکزى، د کرکټ بورډ نورو چارواکو، ملي لوبغاړو او د پروان ولايت مسوولينو برخه اخيستې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي او ورسره تللي پلاوي دغه راز په دې ولايت کې د حکومت له لوري د ۲۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکې څخه هم لیدنه وکړه.

د پروان والي وويل، د کرکټ بورډ ادارې په تېره څه موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د هېواد اتلانو د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې خپل ملي بیرغ ورپاوه .

هغه زياته کړه، چې په پروان ولايت کې هم د کرکټ مينه وال او لوبغاړي ډير دي او په همدې موخه يې د کرکټ د لا پراختیا لپاره يې ۲۰ جریبه ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړې ده.

کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي وويل : ((ما له ځانه سره یو پیغام راوړی چې د ځوانانو ترمنځ اتفاق او یووالی دی، ځوانان باید د ورزش او لوبو له لارې د خلکو ترمنځ یووالی وساتي او د ورزش پیغام همیشه باید د سولې پیغام وي، ځکه هڅه کوو چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې دغه لوبه مروجه کړو.))
نوموړي دغه راز له مرکزي حکومت او د پروان له والي غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې د کرکټ لپاره د میدان جوړولو او نورو اړوندو چارو لپاره پراختیايي بودیجه په پام کې ونیول شي چې په وینا یې له دغه زون څخه به په راتلونکي کې ډېر کادرونه ملي لوبډلې ته لاره ومومي.

فضلي زياته کړه، چې کرکټ بورډ د کابل زون هم په بندامیر پورې مدغم کړى چې په وینا یې له دې وروسته به د کابل زون هم په بندامیر پورې تړلی وي او د کرکټ د شپږو زونونو شمېر به په دې سره پنځو ته راټیټ شي.

دغه راز د بندامیر زون مسوول میر مبارز هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرکټ بورډ له مشرتابه او د پروان ولایت له چارواکو مننه وکړه چې د کرکټ لوبې د پرمختګ او پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

هغه زياته کړه، د ویاړ ځای دی چې نن د بندامیر زون لپاره په پروان کې د دفتر پرانېسته کېږي او د یادې لوبې د لا ډېر پرمختګ لپاره دغه ولایت کې یو ښه میدان جوړيږي .

د چاريکارو ښاروال خواجه روح الله صدیقي ژمنه وکړه، چې د ځمکې د تنظیم او نورو ټولو چارو د ترسره کولو په برخه کې بشپړه همکاري کوي.

د یادولو ده چې په بند امير زون کې د کابل او پروان په ګډون د بامیانو، دایکندي، پنجشېر، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونه شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.