ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان پر درغلۍ تورن شول

په کندوز کې د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان پر درغلۍ تورن شول

author avatar
11 Nov 2018 - 15:37
په کندوز کې د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان پر درغلۍ تورن شول
author avatar
11 Nov 2018 - 15:37

کندوز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): له کندوز ولایته ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران پر درغلۍ تورنوي او غوښتنه لري چې د یاد ولایت رایې دې په شفاف ډول له سره وشمېرل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر اعتراض کوونکي نوماندان نن د دغه ولایت په تالار کې راټول شوي وو، دوی د رایو د شفافې شمېرنې او د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړه.

له کندوزه ولسي جرګې ته نوماند عبدالغفور هوتک د ټاکنو سیمه ییز کمېسیونونه په رایو کې پر لاس وهنه او درغلۍ تورن کړل او ویې ویل: ((موږ په دغه ولایت کې د ټاکنیزو درغلیو په تړاو د مسوولو چارواکو د جدي تعقیب غوښتنه کوو.))

نوموړي زیاته کړه، اسناد او شواهد ښيي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پام وړ درغلي شوې او په دې اړه کره اسناد موجود دي.

د ده په خبره، د ولسي جرګې نوماندان نور پر حکومت، ټاکنیزو کمېسیونونو، عدلي او قضایي بنسټونو په ځانګړې توګه څارنوالۍ باور نه لري او د دغه ولایت رایې باید له سره وشمېرل شي.

له کندوز ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې مرضيې رستمي په ۱۷ ټاکنیزو مرکزونو کې د درغلۍ د موجودیت اسناد خپاره کړي دي.

نوموړې زیاته کړه، د نوماندانو غوښتنې مشروع او قانوني دي، د ټاکنو د بهیر او خلکو د پاکو رایو څخه باید ملاتړ وشي.

هغې وویل: ((په امام صاحب ولسوالۍ کې یو شمېر نوماندانو درغلي کړې، له عدلي او قضايي بنسټونو غواړو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له جعلي کارکوونکو او دوی سره قانوني چلند وکړي او په دې اړه ځواب ووایي چې تقلبي رایې څه ډول د کمېسیون ډېټابېس ته اضافه شوې دي.))

بلخوا د ولسي جرګې نوماند قاضي عبدالقدوس ظریفي هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان دې څارنوالي ته ور وپېژندل شي، نوموړي ګواښ وکړ چې که قانوني غوښتنو ته یې توجه ونه شي پراخ لاریونونه به وکړي.

ظریفي وویل: ((لومړۍ باید د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولان څارنوالي ته ور وپېژندل شي؛ ځکه د خلکو په حق کې یې ستر خیانت کړی، وروسته دې د کندوز د خلکو رایې له سره وشمېرل شي.))

د ناستې په پای کې د یادو نوماندانو پنځه ماده يي پرېکړه لیک ولوستل شو چې د ټاکنو په ورځ د تړلو مرکزونو د پېژندو، د متقلبو نوماندانو په رایو کې د بدول د عاملانو د پېژندو، د نه بایو متریک شوو رایو د پېژندو او په کندوز کې د ټولو رایو د بیا شمېرنې غوښتنې شوې دي.

بلخوا په کندوز کې د د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محمد رسول عمر وویل، هېچا ته یې په ټاکنیزو چارو کې د لاس وهنې او درغلۍ اجازه نه ده ورکړې او د خلکو د پاکو رایو ساتنه او ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.