پلخمري (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): د بغلان ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ د فلول سیمې پر يوې امنيتي پوستې ډله ييز بريد کړى او نهه سرتېري يې وژلي دي.
د بورکې ولسوال شمس الدين شهاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ملي اردو ٩ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه، وسله والو د سرتېرو له وژلو وروسته په پوسته کې ماينونه خښ کړي وو، له پوستې د وژل شوو سرتېرو د جسدونو د را پورته کولو پر مهال د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي هم وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع پېښه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکي نجیب الله ندیم پژواک ته وویل چې بېګاه ناوخته وسله والو مخالفينو د فلول سيمې په شهرنو کلي کې د ملي اردو پر امنیتي پوستې بريد کړى و، شلو سرتېرو او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده په وينا، وسله والو د ملي اردو څو سرتېري له ځان سره بيولي دي.
هغه زياته کړه، لس ملکي وګړي په پوسته کې د چاودنې پر مهال وژل شوي دي.
بورکه د بغلان ولایت شمال ختیځ ته پرته غرنیزه نا امنه ولسوالي ده چې د تخار له اشکمش او د کندزو له علي اباد ولسوالیو سره ګډه پوله لري.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې نښته کې يې ١٤ سرتېري او اربکيان وژلي او دوه يې ژوندي نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن