د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز له ۴۲ کلونو وروسته بیاورغول شو

د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز له ۴۲ کلونو وروسته بیاورغول شو

Nov 11, 2018 - 19:23

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، له ۴۲ کلونو وروسته د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز بیاورغول شو او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د هوا پېژندنې په اړه د وړاندوینې وړتیا لري او د طبیعي پېښو له رامنځ ته کېدو مخکې ګواښونه هم ثبتوي.

په افغانستان کې د هوا پېژندنې په اړه د وړاندوینې مرکز لومړی ځل په ۱۳۵۵ کال د ملکي هوانوردۍ په اداره کې رامنځ ته شو، خو په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله یې ټول بنسټونه له منځه تللي وو، خو شاوخوا درې کاله مخکې په دغه مرکز دویم ځلي کار پیل شو او نن رسماً پرانیستل شو.

دغه مرکز د ځمکې پر سطحه د نوو مجهزو سټېشنونو په نصبېدو او له مصنوعي سپوږمکیو سره له تړلو وروسته فعال شوی او د هېواد د بېلا بېلو برخو د اقلیم په اړه هرې ۱۵ ثانیې وروسته سیسټم ته معلومات ته لېږي.

د ملکی هوانوردۍ ادارې رییس محمود شاه حبیبي نن په کابل کې د یاد مرکز د برانیستې پر مهال وویل، دغه مرکز د نړیوال بانک او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAIDinfo-icon) په ۴،۵  ميليون ډالرو مالي لګښت رغول شوی دی.

نوموړي دې ته په اشاره چې دغه مرکز د هېواد د طبیعي پېښو او اتموسفیر د وضعیت د وړاندوینې په برخه کې ډېر اغېزمن اهمیت لري، روښانه کړه چې افغانستان د یاد مرکز له پرانیستې وروسته د اقلیم د وړاندوینې او طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو مخکې د ګواښ ورکونې وړتیا پیدا کړې ده.

حبیبي وویل، د هوا د وړاندوینې په اړه د یادې ادارې ځينو کارکوونکو ته زده کړې ورکړل شوې او ظرفیت یې لوړ شوی، دوی کولای شي یاد مرکز ښه مديریت کړي.

د ملکي هوانوردۍ ادارې رییس دې ته په اشاره چې مخکې د هواپېژندنې په برخه کې منظمه ستراتيژي نه وه او هرې ادارې له جلا نرم افزار څخه استفاده کوله، وویل: ((د دغه مرکز په جوړېدو د بېلا بېلو دولتي ادارو تر منځ یو ډول همغږي رامنځ ته کېږي او دوی کولای شي چې زموږ د معلوماتو له مخې پروګرامونه جوړ او تیاری ونیسي.))

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د هواپېژندنې د وړاندوینې د مرکز جوړېدل ارزښتناک بولي او وايي، مخکې هرې دولتي ادارې د خپلو پروګرامونو لپاره یو ماشین درلود، خو د دغه مرکز په جوړېدو هره اداره ځانګړې کېږي او وظیفوي مداخله له منځه ځي.

هغه روښانه کړه: ((پخوا به حکومت د طبیعي پېښو له امله میلیونونه افغانۍ لګښت کاوه، سربېره پر دې هم هېڅکله ونه توانېدو چې پېښې کنټرول کړي او یا هم مصرف شوې پیسې اغېزمنې واقع شي، دغه مرکز په ټولیز ډول د حکومت سرخوږی رفعه کوي او موږ ته توان راکوي چې د سیسټم د وړاندوینو له مخې ځانګړي پلانونه ولري او د هغه پر اساس د طبیعي او نورو پېښو لپاره بودیجه ولرو.))

نوموړي زیاته کړه، د دغه مرکز په مرسته د ورښت، سېلابونو او وچکالۍ په اړه وړاندوینه او د کرنې په برخه کې د کرنې او تولیداتو د کښت تخمین ترلاسه شي او له هغو سره سم به خپل پروګرامونه ترتیب کړي.

هغه دې ته په اشارې کولو چې د دغه سیسټم په واسطه دوی کولای شي وپوهېږي چې په کومو سیمو کو کوم نباتات وکري، وویل، د دې مرکز په مرسته ممکن راتلونکی کال د نباتاتو نوعې په زونونو ووېشل شي.

د پېښو په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د یاد مرکز پرانیسته ارزښتناکه وبلله او ویې ویل، د هوا پېژندنې د وړاندوینې مرکز په جوړېدو به له طبیعي پېښو سره مبارزه قوي شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې ډېری طبیعي پېښې رامنځ ته کېږي، چې د دغه مرکز په جوړېدو کولای شي د طبیعي پېښو له اثارو او پایلو مخنیوی وکړي او د وچکالیو د وړاندوینو په واسطه د ستونزو پر حل کار وکړي.

نوموړي روښانه کړه: ((د یاد مرکز په جوړېدو کولای شو د سېلابونو له راتلو څخه مخکې تیاری ونیسو او د سېلاب په مسیر کې پرتو خلکو ته خبر ورکړو چې سیمه پرېږدي، په دې ډول به د قربانيانو کچه راکمه شي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement