ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز له ۴۲ کلونو وروسته بیاورغول شو

د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز له ۴۲ کلونو وروسته بیاورغول شو

author avatar
11 Nov 2018 - 19:23
د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز له ۴۲ کلونو وروسته بیاورغول شو
author avatar
11 Nov 2018 - 19:23

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، له ۴۲ کلونو وروسته د افغانستان د هوا پېژندنې مرکز بیاورغول شو او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د هوا پېژندنې په اړه د وړاندوینې وړتیا لري او د طبیعي پېښو له رامنځ ته کېدو مخکې ګواښونه هم ثبتوي.

په افغانستان کې د هوا پېژندنې په اړه د وړاندوینې مرکز لومړی ځل په ۱۳۵۵ کال د ملکي هوانوردۍ په اداره کې رامنځ ته شو، خو په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله یې ټول بنسټونه له منځه تللي وو، خو شاوخوا درې کاله مخکې په دغه مرکز دویم ځلي کار پیل شو او نن رسماً پرانیستل شو.

دغه مرکز د ځمکې پر سطحه د نوو مجهزو سټېشنونو په نصبېدو او له مصنوعي سپوږمکیو سره له تړلو وروسته فعال شوی او د هېواد د بېلا بېلو برخو د اقلیم په اړه هرې ۱۵ ثانیې وروسته سیسټم ته معلومات ته لېږي.

د ملکی هوانوردۍ ادارې رییس محمود شاه حبیبي نن په کابل کې د یاد مرکز د برانیستې پر مهال وویل، دغه مرکز د نړیوال بانک او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په ۴،۵  ميليون ډالرو مالي لګښت رغول شوی دی.

نوموړي دې ته په اشاره چې دغه مرکز د هېواد د طبیعي پېښو او اتموسفیر د وضعیت د وړاندوینې په برخه کې ډېر اغېزمن اهمیت لري، روښانه کړه چې افغانستان د یاد مرکز له پرانیستې وروسته د اقلیم د وړاندوینې او طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو مخکې د ګواښ ورکونې وړتیا پیدا کړې ده.

حبیبي وویل، د هوا د وړاندوینې په اړه د یادې ادارې ځينو کارکوونکو ته زده کړې ورکړل شوې او ظرفیت یې لوړ شوی، دوی کولای شي یاد مرکز ښه مديریت کړي.

د ملکي هوانوردۍ ادارې رییس دې ته په اشاره چې مخکې د هواپېژندنې په برخه کې منظمه ستراتيژي نه وه او هرې ادارې له جلا نرم افزار څخه استفاده کوله، وویل: ((د دغه مرکز په جوړېدو د بېلا بېلو دولتي ادارو تر منځ یو ډول همغږي رامنځ ته کېږي او دوی کولای شي چې زموږ د معلوماتو له مخې پروګرامونه جوړ او تیاری ونیسي.))

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د هواپېژندنې د وړاندوینې د مرکز جوړېدل ارزښتناک بولي او وايي، مخکې هرې دولتي ادارې د خپلو پروګرامونو لپاره یو ماشین درلود، خو د دغه مرکز په جوړېدو هره اداره ځانګړې کېږي او وظیفوي مداخله له منځه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.