ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ زون لبنیات د میاشتې څلور میلیونه افغانۍ عاید لري

د ختيځ زون لبنیات د میاشتې څلور میلیونه افغانۍ عاید لري

author avatar
11 Nov 2018 - 17:42
د ختيځ زون لبنیات د میاشتې څلور میلیونه افغانۍ عاید لري
author avatar
11 Nov 2018 - 17:42

کابل (پژواک ٢٠ لړم ٩٧): د ختيځ زون د لبنیاتو شرکت چارواکي وایي، چې دوی د لبنیاتو د راټولولو، پروسس او پلور له لارې په میاشت کې څلور میلیونه افغانۍ عاید لري.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د کرنې له وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې يوه مسوول خالد خان ويلي، د تولیداتو له پلور څخه په میاشت کې تر څلور میلیونه افغانیو عواید لري، چې درې میلیونه یې بېرته مالدارانو ته ورکول کېږي.

ده زياته کړې: «زموږ شرکت په یوه ساعت کې د دوه زره کیلو ګرامه شيدو د پروسس وړتیا لري او په دې مرکز کې ۲۱ تنه په کار بوخت دي. موږ د غني خېلو، بټي کوټ، بهسود، ښېوې، کامې، سرخرود او خوږیانو له ولسوالیو څخه شيدې راټولوو او خپل تولیدات بیا په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې یې خرڅوو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ختيځ زون د لبنیاتو شرکت په هېواد کې د شيدو یو له سترو پروسس کوونکو شرکتونو څخه دی، چې تولیدات یې غوره او ښه کیفیت لري.

د دې شرکت چارواکي وایي، چې له بېلابېلو ولسوالیو څخه شيدې راټولوي او بیا په معیاري ډول مستې، پنیر، قیماق، کوچ او تروې ترې جوړوي.

د دې شرکت چارواکي زیاتوي، دمګړۍ یو زر او ۵۰۰ کورنۍ په دې مرکز کې ثبت شوې دې، چې ۱۰۳ هغه یې د مېرمنو د کوپراتیفونو غړې دي. دغه مرکز خپلو مشتریانو ته د څارویو خوراکي توکي هم برابروي او پر مالدارانو یې وېشي.

په همدې حال کې د دې شرکت کارکوونکي او مشتریان د دې شرکت له کار او ښه کیفیت لرونکي موادو څخه خوښ دي.

د دې فابریکې یو کارکوونکی خوشحال وایي: «په دې مرکز کې له کار کولو خوښ یم. مخکې له دې چې په دې مرکز کې راته د کار زمینه برابره شي، په پاکستان کې مې په ډېرو خواریو او محرومیتونو کار کاوه، اوس چې په خپل هېواد کې یم او خپلو خلکو ته کار کوم، ډېر د خوښی احساس کوم.»

د دې شرکت یو ماشین کار مصطفی وایي: «هیله مې دا ده چې حکومت ورته نورې ټولګټې پروژې هم جوړې کړي، ترڅو عام خلک ورنه ګټه پورته کړي.»

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ناصر، چې د شيدو پلورلو په موخه راغلی و، وایي چې د ورځې تر پنځه کیلو شيدې یاد مرکز ته راوړي او په خرڅولو سره یې د خپل کور لګښتونه پوره کوي.

سمندر عبدالرحیمزی، چې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دى، وایي: «د ختېځ زون پروسس مرکز ته د ورځې ۹ کیلو شيدې راوړم او خرڅوم او د خپل ښوونځي او کورنۍ لګښتونه پرې پوره کوم.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.