غزني ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): چارواکي وايي چې د غزني په جاغورو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د کومانډو ١٠ سرتېري او ١٥ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر احمد خان سيرت د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د جاغوريو ولسوالۍ د حوتقول پر سيمې ډله ييز بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، په دغو بريدونو کې د کومانډو ځواکونو لس سرتېري او ١٥ ملکي وګړي وژل شوي، شپږ کومانډو او ١١ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر مورچو هوايي بريدونه شوي او هغوى ته هم د رنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د وسله والو طالبانو ذبيح الله مجاهد وايي چې په جاغورو ولسوالۍ کې يې پنځه پوستې او تر ٢٠ زياتو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي چې د دغو بريدونو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
جاغوري چې د غزني له امنو ولسواليو شمېرل کېږي، له تېرو څو ورځو راهيسې پرې وسله والو طالبانو بريدونه پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن