د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د مسکو غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښودلو لپاره جوړه شوې وه"

"د مسکو غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښودلو لپاره جوړه شوې وه"

Nov 11, 2018 - 18:01

کابل(پژواک،۲٠ لړم ۹۷): د ملي مشارکت ګوند او د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په مسکو ناسته کې د سولې شورا فعالیت کمزوری ګڼي او وايي چې دغه غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښودلو لپاره جوړه شوې وه.

دوی د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پر بین الافغاني خبرو ټینګار کوي.

د مسکو غونډه د افغانستان د سولې لپاره د روان کال د لړم په ۱۸ مه په مسکو کې جوړه شوه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا، طالبانو، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او متحده ایالتونو استازو په کې برخه درلوده.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رییس نجیب الله کابلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د سولې عالي شورا استازو د مسکو په غونډه کې ډېر کمزوری فعالیت درلود او ونه توانېدل چې د دې شورا له دريځ  او د افغانستان له حکومت او خلکو دفاع وکړي.

نوموړي وویل، طالب استازو په دې غونډه کې د افغانستان حکومت فاسد او اشغال شوی وباله خو د سولې عالي شورا یې د ځواب ورکولو توان نه درلود.

کابلي زیاته کړه، د سولې شورا پلاوى د طالبانو د دې څرګندونو په اړه چوپ پاتې شو چې د دوی دغه دریځ طالبانو ته بیا هویت ورکړ.

د ده په خبره، د افغان دولت له رهبرۍ او سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنو بنسټونو او ملي شورا له شتون پرته به د سولې ټولې خبرې د جګړې له دوام پرته مثبتې پایلې ونه لري.

هغه د مسکو غونډه د طالبانو لپاره لاسه وړنه وبلله او زیاته یې کړه، دغه غونډه د سولې لپاره نه، بلکې د طالبانو او زرو ښودنې لپاره جوړه شوې وه او وتوانېده چې دوی ته هویت ورکړي.

د هغه په خبره، له دې وروسته باید د افغانستان د سولې هر غونډه د افغانانو په مشرۍ په هېواد کې دننه جوړه شي.

دغه راز کابلي وویل، د سولې شورا باید منحل شي ځکه مشخصه لاسته راوړنه نه لري.

نوموړي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیزاد څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان دولت مشري په پام کې ولري، ځکه د ده په باور د افغان دولت له مشرۍ پرته به د سولې ټولې خبرې بې پایلې وي.

نجیب کابلي د خپلو خبرو په دوام وویل، طالبان د روسیې، د ایران د سپاه قدس او د پاکستان د ای اس اس له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي دي.

ده زیاته کړه، د مسکو د غونډې سره جوخت د غزني، فراه، اروزګان او نورو ولایتونو پر ځينو ولسوالیو د طالبانو بریدونو زور پیدا کړی او په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ده.

د دې غونډې په پای کې پنځه ماده يي پرېکړه لیک خپور شو چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بین الافغاني خبرو ټینګار شوی او له ګاونډیو هېوادونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړی.

مشرانو جرګه

نن د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم د مسکو د غونډې په اړه نظر ورکړ.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: ((د مسکو غونډه د روسيې په غوښتنه ترسره شوه، طالبانو له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړه، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي چې د افغانستان په استازيتوب یې په دې غونډه کې ګډون کړی وو کمزوری دریځ درلود. دغه ناسته د خلکو په غوښتنه نه، بلکې د روسیې د موخو لپاره جوړه شوې وه.))

د ده په باور، د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو په غونډه کې یې ګډون ونه کړ، ځکه افغان دولت د دوی له ګډون سره موافقه نه درلوده.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي د مسکو غونډې په اړه وویل: ((د خلکو لپاره د جګړې د پای ته رسولو په موخه هر ګام د خوښۍ وړ دی.))

خو هغه زیاته کړه، حکومت باید دې غونډې ته د مجربو دېپلوماټانو په لېږلو له یادې غونډې څخه د دولت په ګټه استفاده کړې وای.

د ده په خبره، دافغانستان جګړه «نړیواله جګړه» ده؛ تر هغو چې امریکا او روسیه د ترورېزم ځانګړی تعریف ونه لري په افغانستان کې به جګړه پای ته ونه رسېږي.

په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي وویل: ((د مسکو غونډه د خلکو په غوښتنه نه، بلکې د روسیې د موخو لپاره جوړه شوې وه.))

په مشرانو جرګه کې د بغلان د خلکو استازي نظر محمد فقیري په دې ناسته کې د سولې د عالي شورا پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده، تر څو چې امریکا په افغانستان سولې ته ژمنه نه شي په دې هېواد کې به سوله ټینګه نه شي.))

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په دې اړه وویل: ((هره ناسته چې د سولې لپاره جوړه شي او د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي ملاتړ یې کوو.))

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې له افغان دولت سره په مستقیم ډول خبرې وکړي، ځکه بهرنیان به له دوی څخه تلپاتې ملاتړ ونه کړي.

هغه وویل، د مسکو په غونډه کې د طالبانو له څرګندونو برېښي چې دوی جعلي ستراتېژي تعقیبوي.

خو نوموړي د سولې شورا جوړېدو ته په اشاره وویل، افغان دولت د سولې لپاره ستراتېژي لري.

طالبانو ویلي، د دوی پلاوی وتوانېد چې د طالبانو ښه استازي توب وکړي. طالبان وايي چې د مسکو په ناسته کې د دوی د پلاوي ګډون بېلا بېلې اندېښنې له منځه یوړې او دوی توانېدلي چې په دې ناسته کې د خپلې مشروع مبارزې په اړه د سیمې مهمو هېوادونو ته قناعت ورکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement