د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مالیې وزارت مشرانو جرګې ته د راتلونکي کال د بودیجې طرح وړاندې کړه

مالیې وزارت مشرانو جرګې ته د راتلونکي کال د بودیجې طرح وړاندې کړه

Nov 11, 2018 - 18:48

کابل(پژواک،۲۰ لړم۹۷): مالیې وزارت د راتلونکي ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د ۳۹۹ میلیارده افغانیو عادي او انکشافي بودیجې طرحه چې ۴۷ سلنه یې له داخلي عایداتو تمویلېږي مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي نن مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د بودیجې طرحه وړاندې کړه او له دې جرګې یې وغوښتل چې د بودیجې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.

د اساسي قانون په ۹۸ مه ماده کې راغلي: ((د دولت بودیجه او انکشافي پروګرام د مشرانو جرګې له وړاندیزونو او مشورو سره یو ځای ولسي جرګې ته وړاندې کېږي او د ولسي جرګې پرېکړه مشرانو جرګې ته له وړاندې کولو پرته د ولسمشر له توشح وروسته نافذ ګڼل کېږي.))

قیومي وویل، د راتلونکي مالي کال بودیجه د دولت د مالي توان او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کېدو ته په کتو په نړیوالو معیارونو ترتیب شوې او د فساد د راکمېدو لپاره په کې تدابیر نیول شوي دي.

د ده په خبره، د راتلونکي کال بودیجه په ټولیزه توګه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې چې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ به یې د دولت د پراختیایي پروژو لګښتونه تامین کړي.

هغه وویل، د یادې بودیجې ۱۸۸ میلیارده افغانۍ به له داخلي عایداتو او پاتې نورې له بهرنیو مرستو تمولېږي.

نوموړي زیاته کړه، له ټولې ۱۲۴ میلیارده پراختیايي بوديجې څخه یې ۶۱ میلیارده افغانۍ اختیاري بودیجه او ۶۳ میلیارده نوره یې غیر اختیاري بودیجه ده چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له خوا به مصرف شي.

 

هغه له جزيیاتو پرته وویل، د اقینه او اندخوی د اوسپنې پټلیو جوړېدل، د برېښنا رسونې پروژې، د لارو جوړېدل، د برېښنايي بندونو جوړېدل، د دارالامان د کمپلېکس جوړېدل، د اوبولګونې او ټکنالوجۍ پراختیا هغه پروژې دي چې د راتلونکي کال په مالي بودیجه کې ځای ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله د راتلونکي مالي کال بودیجه ۱۲ سلنه زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د بودیجې زیاته برخه کې امنیتي ، بنسټیزو برخو، روغتیا او پوهنې سکتورونو ته ځانګړې شوې ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د جرګې له غړو وغوښتل چې د بودیجې طرحه دې بررسي او تر ټاکلې مودې وروسته دې د جرګې د غړو د مشورو په نظر کې نيولو سره تایید شي.

د مشرانو جرګې د داخلي اصولو د دندو له مخې، دغه جرګه باید په ۱۵ ورځو کې د بودیجې په اړه تصمیم ونیسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement