ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې ۶۵ قمار وهونکي نیول شوي او یو وژل شوی

مزارشریف کې ۶۵ قمار وهونکي نیول شوي او یو وژل شوی

author avatar
11 Nov 2018 - 09:33
مزارشریف کې ۶۵ قمار وهونکي نیول شوي او یو وژل شوی
author avatar
11 Nov 2018 - 09:33

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د بلخ پوليس وايي چې د مزارشريف ښار د شاديانو دروازې په ساحه کې يو قمارباز له پوليسو سره نښته کې وژل شوی او لسګونه نور نيول شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د لړم په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قماربازان د پوليسو د ځانګړو ځواکونو له خوا ونيول شول.

دراني زياته کړه چې له څه مودې راهيسې دغه ډله د پوليسو تر تعقيب لاندې وه چې بالاخره په داسې حال کې ونيول شول چې پر قمار بوخت وو.

دراني وويل، په لومړيو کې يادو قماربازانو له پوليسو سره وسله وال مقاومت وکړ چې پايله کې يې يو قمارباز ووژل شو او ۶۵ نور ونيول شول.

د هغه په خبره، د یادو قماربازانو لس موټر او يو ميل وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې نيول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي د پوليسو دا ډول عمليات ستايي او د دوام غوښتنه يې کوي.

د مزار ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي بکتاش پژواک ته وويل چې د ښار ډېری قماربازان او بې بندوباره خلک په جنايي پېښو کې هم لاس لري.

نوموړي وويل چې د يادو ډلو په نيولو سره به جنايي جرمونه هم راکم شي.

هغه له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د هغو کسانو پر ضد خپل عمليات وغځوي چې ناقانونه کړنې ترسره کوي.

تېره مياشت هم په مزارشريف ښار کې د پوليسو د ځانګړو عملياتو پر مهال تر ۶۰ ډېر قماربازان نيول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.