ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: ډېر ژر به د ننګرهار نازيانو ولسوالي له داعش ډلې پاکه شي

ملي امنيت: ډېر ژر به د ننګرهار نازيانو ولسوالي له داعش ډلې پاکه شي

author avatar
11 Nov 2018 - 11:35
ملي امنيت: ډېر ژر به د ننګرهار نازيانو ولسوالي له داعش ډلې پاکه شي
author avatar
11 Nov 2018 - 11:35

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د ننګرهار د ملي امنیت رييس وايي، د سیمې د خلکو په همکارۍ يې ګډو ځواکونو په نازیانو ولسوالۍ کې د داعشیانو د له منځه وړو په موخه عملیات پیل کړي چې اویا سلنه سیمې يې پاکې کړې دي.

تورن جنرال نظر علي واحدي دغه راز وايي چې ډېر ژر به دغه ولسوالي په بشپړ ډول د داعش ډلې له تروریستي فعالیت څخه پاکه شي.

د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتره د لړم په ۲۰مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې څرګندونې د ملي امنيت رييس نازيانو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې دي.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو ورځو راهیسې د نوموړي په ګډون د ملي اردو قوماندان بريد جنرال کريم نيازى، د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر، د سرحدي لوا درستیزوال، د نازيانو ولسوال او د پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان د پیل شوو عملیاتو مشر کوي.

خبرپاڼه کې د څلورمې لوا د قوماندان برید جنرال کریم خان نیازي له قوله هم ډاډ ورکړل شوی چې ياده ولسوالي به په بشپړه توګه د داعش وسله والو له موجوديت څخه پاکه او د عملیاتو په ترڅ کې به د ښې حکومتدارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

دوه ورځې وړاندې بهرنيو ځواکونو د یادو ولسي پاڅون کوونکو پر يوه پوسته هوايي بريد هم کړی و چې پر مهال يې دوه امنيتي سرتېري او درې پاڅون کوونکي وژل شوي وو، خو چارواکو ويل چې ياد بريد قصدي عمل نه، بلکې يوه تېروتنه وه.

د يادونې ده، پرون د ننګرهار ولايت چارواکو په يوه اعلاميه کې ادعا کړې وه چې  د داعش ډلې يوولس غړي ورته تسليم شوي چې په ډله کې يې مېرمنې او ماشومان هم شامل و.

که څه هم نازيانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون پنځه ورځې تېرېږي او چارواکي په کې د ۲۲ وسله والو د وژل کېدو او يو شمېر نورو د تسليمېدو خبر ورکوي؛ خو لا هم داعش ډلې د چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.