د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملګرو ملتونو په شمال کې له ٢٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې پيل کړې

ملګرو ملتونو په شمال کې له ٢٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره مرستې پيل کړې

Nov 11, 2018 - 15:21

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د يوناما دفتر په شمال او شمال ختيځ زون کې له ۲۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل کړه.

په شمال زون کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو څانګې مشر سريچکو نيومان د لړم په ۲۰مه په مزار شريف ښار کې د ياد سازمان د مرستې د وېش پر مهال وويل چې تېر کال يې په دغه زون کې شاوخوا له ۱۲۰۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته کړې وه.

د هغه په خبره، سږ کال د بودجې د کمښت له امله دغه سازمان يواځې له ۲۵۰۰ کورنيو سره د مرستې وس لري.

ده زياته کړه چې د مرستې کمېدو عمده لامل د ملګرو ملتونو د مهاجرت له ادارې سره د نړيوالو مرستندويه ټولنو د همکاري کمښت دی.

هغه همدا راز وايي، دغه سازمان خپله څه برخه بودجه د افغانستان په لوېديځ کې له وچکالۍ ځپلو کورنيو سره پر مرستې لګولې چې له همدې امله هم په شمال کې د تېر کال په پرتله له کمو کورنيو سره مرسته شوې ده.

هغه وويل چې په شمال او شمال ختيځ زون کې له ۲۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته کوي چې هرې کورنۍ ته (۱۵۰۰۰) افغانۍ ورکول کېږي چې يوازې نن ۲۶۰ بېځايه شوو کورنيو ته په بلخ ولايت کې مرسته ووېشل شوه.

خو هغه زياتوي، له بېځايه شوو کورنيو سره د دوی مرستې په شمال زون کې د ټولو بېځايه شوو کسانو ستونزې نه شي حل کولای.

نوموړي دا هم وويل چې ۲۰۱۸ کال کې ياد سازمان ه مزارشريف ښار کې له کډوالو او داخلي بېځايه شوو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.

خو د بلخ د کډوالو چارو رياست له بېځايه شوو کورنيو سره د ملګرو ملتونو دغه مرستې ډېرې کمې بولي او د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د بلخ د کډوالو چارو مرستيال نظرمحمد مشفق پژواک ته وويل چې په روان لمريز کال کې د شمال او شمال ختيځ زون له ولايتونو يواځې بلخ ولايت ته شاوخوا ۷زره کورنۍ رابېځايه شوې دي.

نوموړی وايي، ډېری دغه کورنۍ د جګړو، نا امنيو او وچکالۍ له امله بېځايه شوې چې د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې مېشتې شوې دي.

مشفق زياتوي، دمګړۍ بلخ ولايت د ټولټال ۳۰زره بېځايه شوو کورنيو کوربه دی.

د بلخ د کډوالو چارو رياست مرستيال وايي، دغه اداره توانېدلې چې له ۱۳۰۰ کورنيو سره لومړنۍ مرستې وکړي.

د هغه په خبره، د ژمي په راتلو سره د يادو بېځايه شوو کورنيو وضعيت ډېر نازک دی او له مرستندويو ټولنو يې یادو کورنيو ته د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ د لا ډېرې مرستې هيله وکړه.

محمد امين د فارياب ولايت اوسېدونکی دی چې درې مياشتې کېږي د جګړو له امله مزارشريف ښار ته کډه شوی دی، ورسره يې خپله پنځه کلنه لور هم غېږه کې وه چې دواړه پښې يې له زنګنونو څخه قطع شوې وې.

امين پژواک ته وويل چې په کور يې توغندی ولګېد چې له امله يې پنځه کلنه لور ټپي شوه.

هغه زياتوي، کله چې يې لور روغتون ته بوتله نو پښې يې له منځه تللې وې او ډاکترانو ترې پرې کړې.

نوموړی اوس له حکومته د سرپناه غوښتنې تر څنګ د ماشومې لور د درملنې غوښتنه هم کوي.

دُردانه چې د سرپل د مريزا اولنګ سيمې اوسېدونکې ده او تېر کال مزارشريف ته بېځايه شوې، وايي چې تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې ژوند کوي او د ژمي په راتګ سره له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغه زياتوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا ورسره شوې مرسته يې ښايي د يوې مياشتې لګښت وشي.

دغه مېرمن هم له حکومت او مرستندويه ټولنو د لا ډېرې مرستې غوښتنه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement