ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي

author avatar
11 Nov 2018 - 11:41
ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي
author avatar
11 Nov 2018 - 11:41

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په نازیانو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ۲۲ داعش وسله وال وژلي او ګڼ شمېر کلي يې د هغوی له شتونه پاک کړي دي.

چارواکي وايي، ياد وسله وال له تېرو پنځو ورځو راهيسې د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو او ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ووژل شول.

شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ نږدې ۵۰۰ اوسېدونکو خپلې وسلې پورته کړې او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ يې د داعش ډلې پر ضد پاڅون وکړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري د يادو عملياتو په تېرو پنځو ورځو کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر پټنځايونه هم له منځه وړل شوي او دغه راز يې ځينې وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، د يادو عملياتو پر مهال ګڼ شمېر کلي د داعش ډلې له موجوديت څخه پاک شوي دي.

دی وايي، ياد عمليات د ولسي پاڅون کوونکو سربېره د ملي اردو، ملي او سرحدي پوليسو او د ملي امنيت موظفينو له لوري مخې ته وړل کېږي.

هغه زياته کړه، هغه سيمې چې امنيتي ځواکونو نيولې، اوس په کې د ولسي پاڅون کوونکو پوستې ځای پر ځای شوې او امنيت يې تامين شوی دی.

بلخوا د نازيانو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان وايي، داعش وسله والې ډلې يې په سيمه کې ډېر ظلمونه کړي او له دې وروسته به هېڅکله دغې ډلې ته په خپله سيمه کې ځای ورنه کړي.

هغه وويل، د پاڅون کوونکو لويه موخه د داعش وسله والو له شره د خپلو خلکو ساتل او د خپل هېواد او حکومت ملاتړ کول دي.

د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې بهرنيو ځواکونو د یادو ولسي پاڅون کوونکو پر يوه پوسته هوايي بريد هم کړی و چې په کې دوه امنيتي سرتېري او درې پاڅون کوونکي وژل شوي وو، خو چارواکو ويل چې ياد بريد قصدي عمل نه، بلکې يوه تېروتنه وه.

د يادولو ده، پرون د ننګرهار ولايت چارواکو په يوه اعلاميه کې ادعا کړې وه چې د داعش ډلې يوولس غړي ورته تسليم شوي چې په ډله کې يې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.