ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هره ورځ سلګونه افغانان د ځمکې له لارې ازبکستان ته ځي

هره ورځ سلګونه افغانان د ځمکې له لارې ازبکستان ته ځي

author avatar
11 Nov 2018 - 09:28
هره ورځ سلګونه افغانان د ځمکې له لارې ازبکستان ته ځي
author avatar
11 Nov 2018 - 09:28

مزارشريف (پژواک، ٢٠ لړم ۹۷): بلخ ولايت کې ځايي چارواکي، سوداګر او سياسي فعالان وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د وروستيو نږدې اړيکو له امله د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د خلکو تګ راتګ زيات شوی دی.

د ملي يووالي حکومت په جوړېدو او واک ته د محمد اشرف غني له رسېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانيستل شو چې ازبکستان په کې مهم اقتصادي او فرهنګي حيثيت لري.

ياد هېواد د افغانستان شمال لور ته پروت دی چې د بلخ د حيرتان بندر له لارې نښلول شوی دی.

د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ روانه سوداګري، د دغو هېوادونو د نږدېوالي تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائیه مدير نصيراحمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ازبکستان سره د اړيکو له ښه کېدو او پراخېدو سره افغان سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه وايي چې د ملي يووالي حکومت د هڅو او په ازبکستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې نږدې شوې دي.

قاسمي زياته کړه چې دمګړۍ ازبکستان هېواد خپل بندرونه د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستي او همدا راز يې د ويزې ورکړه کې د پخوا په پرتله ډېره اسانتيا رامنځته کړې ده.

نوموړي وويل: ((ازبکستان د افغانستان لپاره مهم ځای دی، زموږ سوداګر اوس په ډېرې اسانۍ سره د ازبکستان له لارې ډېری توکي افغانستان ته واردوي او همدا راز له همدې لارې ځيني صادرات هم کوي چې دې چارې د دواړو هېوادونو پر سياسي او فرهنګي اړيکو هم مثبت تاثير کړی.))

هغه زياته کړه چې پخوا له ازبکستان سره د ترانزيټ په برخه کې زياتې ستونزې موجودې وې او ياد هېواد د افغانستان سوداګريزو شرکتونو ته د باورلیکونو په ورکړه کې همکاري نه کوله، خو د قاسمي په وينا چې اوس دغه ستونزې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.

د هغه په خبره، د اړيکو له ښه کېدو سره د ازبکستان حکومت په ياد هېواد کې د افغان سوداګرو د پانګونې برخه کې يو لړ اسانتياوې هم برابرې کړې دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه مدير زياته کړه: ((پخوا به افغان سوداګرو خپل سوداګريز توکي لومړی په کښتيو کې له امو سيند څخه تېرول او بيا به يې ازبکستان کې دننه په اورګاډي کې ځای پر ځای کول او صادرول به يې خو اوس دغه بارګيري د افغانستان په خاوره کې کېږي.))

د قاسمي په وينا، ازبکستان له روسيې او چين سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې هم مهم رول لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.