ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
11 Nov 2018 - 14:29
هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
11 Nov 2018 - 14:29

لښکرګاه- پلخمري (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷):  ځايي چارواکي وايي چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال ٣٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان  ځواکونو په کجکي، ناوې او سنګين ولسواليو کې عمليات  کړي چې په ترڅ کې يې د دوو قوماندانانو په ګډون ٣٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو وسلې، جنګي مهمات او نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.

ځواک وايي، د کجکي ولسوالۍ په زوړ مکتب سيمه کې د هوايي  ځواک په ملاتړ عملیاتو کې ۱۳ وسله وال مخالفین وژلي دي، دوه زره کیلوګرامه  باروت او څلور سوه کیلوګرامه نشه يي توکي، دوه پټنځایونه  او څلور موټر يې له منځه وړي دي.

د هغه په وينا، دغه  راز په سنګین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د شرافت  بازار  سیمه کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، په ناوې لسوالۍ کې هم عملیات روان دي چې تر دې مهاله  ۵ وسله والو طالبان  وژل شوي او عملیات  لا دوام لري.

ځواک زياتوي، وسله والو طالبانو بيا د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سیمه کې پر پوستې بريد کړى، دوه سرتېري يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

بلخوا د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند دويم څارن عبدالسلام  افغان بیا وايي، د ناوې ولسوالۍ په عملیاتو کې طالبانو ته پر مرګ  ژوبلې سربېره  په سرخدوز کې ۱۴ کیلومتره  سیمه  تصفیه کړې ده او ګڼ شمېر ماینونه  يې شنډ کړي دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا خپلې خوا ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه  نه دي ویلي، خو زیاتوي چې په ناوه کې يې ۸ ، په نادعلي کې ۵ سرتېري وژلي او په ګرشک ولسوالۍ  کې هم د اردو یو ټانک پر ماین  الوځولی دی او په کې  سپاره کسان  يې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.