د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په دایکنډي کې ورزش سره د نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده

په دایکنډي کې ورزش سره د نجونو لېوالتیا زیاته شوې ده

Nov 11, 2018 - 20:15

نیلي (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): په داسې حال کې چې د نورو ولایتونو په پرتله دایکنډي ولایت کې د نجونو ورزش دومره وده نه ده کړې؛ خو یو شمېر نجونې د کورنۍ او ټولنیز ممانعت ترڅنګ،  ورزشی رشتو کې د ګډون لپاره ډګر ته راوتلې دي.

دا ورزشکارې نجونې د نیلي ښار په یو ګوټ کې د خلکو له نظره لرې په یوه کوچني سالون کې په لږو امکاناتو خپله ورزشي رشته مخ ته وړي، وایي چې د کورنيو سخت چلند او ناسم باورونه په دایکنډي کې د نجونو د ورزشي ودې مخه ډب کړې ده.

هغوی زیاتوي، سربېره پر دې چې له کورونو څخه د نجونو وتلو پر وړاندې هغه هم د ورزش لپاره زیات خنډونه پراته دي؛ خو په وروستیو کلونو کې نجونې د ناوړه دودونو پر وړاندې ودرېدې او د کورنیو باور یې ترلاسه کړ او په کمو امکاناتو یې د ورزش کولو لار ځان ته هواره کړې ده.

ورزشکارې عاطفې وويل چې له ماشومتوب نه یې ورزش سره مینه درلوده؛ خو پلار يې اجازه نه ورکوله چې د ورزش لپاره له کوره ووځي.

نوموړې زیاته کړه: ((په دې وروستیو کې مې پلار ته قناعت ورکړ چې ورزش د نجونو لپاره ښه دی او له نږدې اتو میاشتو راهیسې د فول رزم رشته مخ ته وړم.))

فاطمې الهام بلې ورزشکارې نجلۍ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ په ټولنه کې له بده مرغه د خلکو فرهنګ ټیټ دی او ورزش یواځې هلکانو ته ځانګړی کوي؛ خو موږ د دې باور په ضد مبارزه کوو څو ټولو ته دا پیغام ورکړو چې ورزش کول ټولو نارینه او ښځینه وو ته ډېر اړین دی.))

د هغه په وینا، یواځینی مورد چې نجونې په واټونو او سړکونو کې له ځورونې او ربړونې ژغوري، رزمي ورزشونو کې د نجونو ګډون دی.

هغې زیاته کړه: ((که څه هم لږ امکانات په واک کې لرو؛ خو د بریا لوړو څوکو ته د رسېدو او د خپلو هیلو ترسره کولو لپاره هڅه کوو.))

په  نیلي ښار کې بلې ورزشکارې رخشانې وویل: ((تر ټولو غټه ستونزه مو د مناسب ځای نه شتون دی او موږ یو کوچني سالون کې نږدې ۴۰ کسان ورزش کوو.))

د نوموړې په خبره، د ولایت ورزشي امریت کې هم د نجونو ورزش لپاره مناسب ځای نشته؛ ځکه د نجونو د ورزش پرمهال، هلکان هم په سالون کې موجود وي.

هغې زیاته کړه: ((موږ تر ټولو لږو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لرو او یوه اندازه لومړني وسایل مو په خپلو شخصي پیسو پېرلي دي.))

د دې ورزشکارانو روزونکې حوا رضایي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ورزشي کلب پیل په لومړیو کې د خلکو له لوري له زیاتو ستونزو او خنډونه سره مخامخ و؛ خو د نجونو لېوالتیا او د ځینو کورنیو ملاتړ د نوموړې د کار د دوام لامل شوی دی.

هغې زیاته کړه: ((لومړی نجونو ورزش ته زړه نه ښه کاوه؛ خو په وروستي یو کال کې هره ورځ له ورزش سره د نجونو لېوالتیا زیاتېږي، خو د مناسب ځای نه شتون له امله منفي ځواب ترلاسه کوي.))

ورزشکارو نجونو د دایکنډي محلي حکومت تورن کړ چې د دوی ستونزو ته پاملرنه نه کوي او وایي چې باید د ستونزو حل لپاره یې جدی هڅې وشي.

د دایکنډي ورزشي آمر خان علي غلامي ومنله چې په دې ولایت کې د نجونو ورزش پر وړاندې زیاتې ستونزې پرتې دي؛ خو یادونه یې وکړه چې د ورزش په برخه کې د مناسب چاپېریال جوړولو لپاره اړینه بودیجه په واک کې نه لري.

هغه وویل: ((تېر کال مو د نجونو کلب ته یوه اندازه ورزشي وسایل ورکړل؛ خو د بسنې نه وو، زموږ بودیجه خورا لږ ده او سږ کال تر اوسه بودیجه نه لرو څو دې کلب لپاره ورزشی وسایل وپېرو.))

نوموړي ژمنه وکړه، که د ورزش برخی ته ډېره بودیجه ځانګړې شي، د نجونو ورزش د ودې په برخه کې به پانګونه وشي.

په دایکنډي کې د یوې ورزشکارې نجلۍ پلار ګل احمد، پژواک ته وویل: ((په لومړیو کې د نجونو له ورزش سره مخالف وم، ویل به مې چې د نجونو له ورزش سره څه؟  د نجونو د ورزش پر وړاندې مې دودیز نظر درلود او په دې باور وم چې نجلۍ باید ورزش و نه کړي؛ ښايي زیان ورته ورسېږي.))

خو دې پلار زیاته کړه، وروسته له هغه چې په دایکنډي کې ځینو ورزشکارو نجونو په سیالیو کې د هلکانو په څېر ویاړونه ترلاسه کړل، هغه هم لېوالتیا پیدا کړه چې خپلې لور ته د ورزش کولو اجازه ورکړي.

محمد هاشم علیزاده د بلې نجلۍ پلار دی چې لور يې ورزش ته هڅولې، وویل: ((په خپله لور ویاړم؛ ځکه چې ولایت کې دننه او له ولایت څخه بهر یې تل لومړی مقام خپل کړی او زما  غاړه يې هسکه کړې ده.))

په ورته مهال، په دایکنډي کې ديني عالم خانعلي موحدي، ورزش د اسلام له ارشاداتو سره په ټکر کې نه بولي.

نوموړي وویل: ((ورزش ښه کار دی، له توپير پرته د ښځو او نارینه وو لپاره؛ خو ښځې باید شریعت او اسلامي حجاب په پام کې ونیسي.))

له بل پلوه په دایکنډي مدني فعالې زهرا رستګار، پژواک ته وویل چې د دې ولایت په مرکز کې د ښځينه ورزشکارانو پر وړاندې خنډونه لږ دي؛ خو په ولسوالیو کې بیا نجونې د ورزش کولو له حق څخه محرومې دي.

سربېره ر دې، یادې مدني فعالې وويل چې د نجونو لپاره هېڅ راز ورزشي امکانات نه په ولسوالیو کې او نه هم په مرکز کې شته، ان ورزشکارې ښځې په دایکنډي کې د ورزش کولو مناسب ځای هم نه لري.

هغې وویل چې حکومتي مسؤولینو تر اوسه دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، اړتیا ده چې دا موضوع جدي ونیول شي او د دې ولایت له ورزشکارانو سره همکاري وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement