خوست ښار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د خوست پرېس کلب مشر او غړي وايي چې د خوست ملي راډيو ټلويزيون امر روح الله امين ورته د دغه پرېس سوځولو ګواښ کړی دی.
د دغه پرېس کلب غړو چې نن (د لړم ۲۱مه) يوه خبري کنفرانس ته يې خبرې کولې، وويل چې روح الله امين تېره ورځ مازديګر ناوخته د تومانچې په زور د دوی دفتر ته دننه شوی، د کلب غړي يې ګواښلي او ورته يې سپکې سپورې ويلې دي.
هغوی وويل، که حکومت دا موضوع جدي ونه څېړي ښايي په دغه ولايت کې د خبريالانو د کار پر وړاندې ستونزې نورې هم ډېرې شي او د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ شي.
د پرېس کلب غړي او په دغه ولايت کې د سلام وطندار راډيو خبريال محمدالرحيم سکندر کنفرانس ته وويل روح الله امين وروسته له هغې دا کار ترسره کړ چې د پرېس کلب غړي د هغه په غوښتنه د ولسي جرګې د يو نوماند غونډې ته چې د ده شخصي انډيوال دی او پر راپور هم نه ارزيده، ورنه غلل.
سکندر وايي: ((روح الله امين له هغې ورځې راهيسې ضد نيولی ، پرون راغی، د پرېس کلب دورازه يې را ووهله او کوټې ته د بوټونو سره دننه شو. خبريالانو ته يې داسې سپکې سپورې وويلې چې د هغه له شان سره نه ښيي، کله يې چې سامان اور اچوه نو ملګرو ونيوه.))
د پرېس کلب بل غړي او په سوېل ختيځ زون کې د امريکا غږ خبريال ابراهيم رحيمي چې د دې صحنې شاهد دی، کنفرانس ته وويل چې د خوست ملي راډيو ټلوېزيون امر بې له جازې پرېس کلب ته دننه شو او د کلب ټولو ته غړو ته يې سپکې سپورې وويلې.
ده زياته کړه: ((د يو دولتي مامور په توګه چې هغه ژورنالېست هم وي،دا مناسبه نه ده چې د رسنيو يو دفتر ته دې ورشي، ژورنالېستانو ته ګواښ وکړي، بد الفااظ استعمالوي او وايي چې پرېس کلب سوځوم. موږ له حکومت نه غوښتنه کوو، چې د ژورنالېستانو د خونديتوب لپاره هغه څه چې په واک لري ويې کړي.))
په همدې حال کې د خوست پرېس کلب مشر او په دغه ولايت کې د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس خبريال نشان الدين اهنګر بيا د خوست ملي راډيو د تلويزيون امر دا کړنه د خبريالانو ټولې کورنۍ ته سپکاوی بولي او له حکومت غوښتنه کوي چې دا موضوع دې په جدي ډول وڅېړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن