کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د کرنې وزارت وايي، په پام کې لري چې د دې وزارت مسلخونه تر جوړولو وروسته خصوصي سکتور ته وسپارل شي.
له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالیې وزارت مسوولینو او ملي سوداګرو په ګډون د یوې غونډې کوربه و، چې په کې خصوصي سکتور ته د جوړو شویو مسلخونو د سپارلو په هکله خبرې او سلا مشورې وشوې.
سرچينه کاږي، د دې غونډې ګډونوالو ته له مسلخونو څخه ګټه پورته کول، د قراردادونو اخیستلو لارې چارې او د خصوصي او عامه مشارکت په هکله معلومات ورکړل شول.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې ګډون کوونکي سوداګر په بېلابېلو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.
د خبرپاڼې په حواله، د کرنې وزارت مسلخونه د کابل، هرات، بلخ او کندوز په ولایتونو کې دي، چې میاشت مخکې د کابل مسلخ، چې د ریشخور په سیمه کې دى، د استفادې وړ وګرځېد.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې همداراز د کرنې وزارت له خوا د درېيو نورو مسلخونو د جوړولو چارې به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړ شي. په پام کې ده چې دغه مسلخونه تر جوړولو وروسته خصوصي سکتور ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د مسلخونو جوړول، د کرنې وزارت له سترو او زېربنایي پروژو څخه دي، چې د دغو مسلخونو د جوړولو چارې کابو ۹ کاله درول شوې وې. خو اوسمهال د کرنې وزارت د نوې رهبرۍ له خوا د دغو پروژو چارې له سره پیل شوې. د ریشخور مسلخ په معیاري ډول رغول شوى، چې په اتو ساعتونو کې د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ وزو او پسونو د حلالولو ظرفیت لري. د دغو مسلخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې د یادو مسلخونو د کار په پیل سره په مستقيمه توګه دوه زره او ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت يادونه کړې چې د دغو مسلخونو د هر یوه کلنۍ عاید به یو میلیون ډالر وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن