ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترينکوټ کې يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شول

ترينکوټ کې يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شول

author avatar
12 Nov 2018 - 16:19
ترينکوټ کې يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شول
author avatar
12 Nov 2018 - 16:19

ترينکوټ (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند سيمو کې د ګډو دولتي ځواکونو له خوا يو ځل بيا چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

شاوخوا دوه نيم کاله مخکې وسله والو طالبانو پر ترينکوټ ښار پراخ بريدونه وکړل چې په پایله کې يې ډېرې سيمې ونيولې، که څه هم دولتي ځواکونو يو شمېر سيمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستې خو اوس هم د ترينکوټ په ځينو برخو کې طالبان حاکم دي.

دوه ورځې مخکې د ترينکوټ اړوند په خاني سیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند ضربتي او د اردو ځواکونو دوه قرارګاوې او يو شمېر امنيتي پوستې له کومې جګړې پرته وسله والو ته خوشې کړې.

اوس د يادو امنیتي قرارګاوو د بيا نيولو لپاره نن سهار پوځي عملیات پیل شوي دي.

په دغه ولایت کې مېشت د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا نوي ټاکل شوي قوماندان ډګروال عبدالولي حقمل د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له يادو عملیاتو يې موخه د امنيتي کمربند پراخول، د نوو امنيتي پوستو جوړول او تر څنګ يې د طالبانو ځپل دي.

هغه وايي، د عملیاتو پر مهال ورسره ټول ګډ ځواکونه همکاري کوي او تر څنګ يې د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دى.

حقمل زياته کړه چې د عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته جدي پاملرنه کوي او هڅه کېږي چې روان عملیات بریالي شي.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد سردار حیا پژواک ته وویل، دغه عملیات د ترینکوټ په خانقې او نچين سيمو کې پیل شوي او دوی پرمختګ هم لري.

هغه وایي، تر دې مهاله دوی ته کوم تلفات نه دي رسېدلي خو طالبان ځپل شوي دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي نيوکه کوي چې دولتي ځواکونو پخوا هم ګڼې سيمې نيولې، خو بېرته تللي او طالبان بيا هغه سيمې نيولې دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمد کریم پژواک ته وويل چې دغلته د جګړې ګټلو لپاره اصلي اراده نشته او يوازې هغه سیمې چې دولت یې نیسي، له څو ورځو وروسته بيا ځلې طالبانو ته خوشې کېږي.

د اروزګان والي هم نن په اداري نوبتي غونډه کې اندېښنه وښوده چې د دغه ولایت په امنيتي برخه کې ستونزې شتون لري او ګڼې سیمې بې له جګړې خوشې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.