کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ستر رول لوبولای شي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم تېره ورځ د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې: ((د افغانستان د سیاسي او امنیتي اوضاع اروزنه، د ولسي جرګې تېرې ټاکنې، د راتلونکي ولسمشریزه ټاکنې او په افغانستان کې د سولې بهیر هغه موضوعات دي چې دواړو چارواکو پرې خبرې کړې دي.))
د ولسمشر لومړي مرستیال د هېواد په ځانګړې توګه شمال کې د ناامنۍ زیاتېدو ته په اشاره ویلي، کولای شي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ستر رول ولوبوي.
دوستم د خپلو خبرو په دوام ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاهر باید د سولې د عالي شورا تر څنګ یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو لکه عبدالستار سیرت چې د نړیوالې ټولنې او افغانانو باور لري هم ځای ورکړل شي، چې د سولې بهیر د پام وړ پایلې ولري او د افغانانو غوښتنې چې سوله او ثبات دی حقیقت پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال دوستم او خلیلزاد د ولسي جرګې د ټاکنو پر روڼوالي ټينګار کړی او روښانه کړې یې ده چې پاکې رایې باید له ناپاکو رایو څخه جلا شي تر څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پر فعالیتونو د خلکو باور رامنځته شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو هیله مندي ښکاره کړې چې د راتلونکي کال ولسمشریزه ټاکنې به له درغلیو او سرغړونه پرته ترسره شي، تر څو راتلونکی نظام د ټولو سیاسي جریانونو او افغانانونو د قبول وړ وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته د خپل دویم سفر په لړ کې له ګلبدین حکمتیار او عطامحمد نور سره هم کتلي دي.
د یادونې ده، زلمي خلیلزاد تېر ماښام له ولسمشر غني سره هم د سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.
ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.
خلیلزاد تېره میاشت هم د افغانستان په ګډون یادو هېوادو او سعودي عربستان ته سفرونه کړی وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن