د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خوست د ملي راډيو ټلوېزيون مشر د پرېس کلب سوځولو ګواښ کړى

د خوست د ملي راډيو ټلوېزيون مشر د پرېس کلب سوځولو ګواښ کړى

Nov 12, 2018 - 14:35

خوست ښار (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): د خوست پرېس کلب مشر او غړي وايي چې د خوست ملي راډيو ټلويزيون امر روح الله امين ورته د دغه پرېس سوځولو ګواښ کړی دی.

د دغه پرېس کلب غړو چې نن (د لړم ۲۱مه) يوه خبري کنفرانس ته يې خبرې کولې، وويل چې روح الله امين تېره ورځ مازديګر ناوخته د تومانچې په زور د دوی دفتر ته دننه شوی، د کلب غړي يې ګواښلي او ورته يې سپکې سپورې ويلې دي.

هغوی وويل، که حکومت دا موضوع جدي ونه څېړي ښايي په دغه ولايت کې د خبريالانو د کار پر وړاندې ستونزې نورې هم ډېرې شي او د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د پرېس کلب غړي او په دغه ولايت کې د سلام وطندار راډيو خبريال محمدالرحيم سکندر کنفرانس ته وويل روح الله امين وروسته له هغې دا کار ترسره کړ چې د پرېس کلب غړي د هغه په غوښتنه د ولسي جرګې د يو نوماند غونډې ته چې د ده شخصي انډيوال دی او پر راپور هم نه ارزيده، ورنه غلل.

سکندر وايي: ((روح الله امين له هغې ورځې راهيسې ضد نيولی ، پرون راغی، د پرېس کلب دورازه يې را ووهله او کوټې ته د بوټونو سره دننه شو. خبريالانو ته يې داسې سپکې سپورې وويلې چې د هغه له شان سره نه ښيي، کله يې چې سامان اور اچوه نو ملګرو ونيوه.))

د پرېس کلب بل غړي او په سوېل ختيځ زون کې د امريکا غږ خبريال ابراهيم رحيمي چې د دې صحنې شاهد دی، کنفرانس ته وويل چې د خوست ملي راډيو ټلوېزيون امر بې له جازې پرېس کلب ته دننه شو او د کلب ټولو ته غړو ته يې سپکې سپورې وويلې.

ده زياته کړه: ((د يو دولتي مامور په توګه چې هغه ژورنالېست هم وي،دا مناسبه نه ده چې د رسنيو يو دفتر ته دې ورشي، ژورنالېستانو ته ګواښ وکړي، بد الفااظ استعمالوي او وايي چې پرېس کلب سوځوم. موږ له حکومت نه غوښتنه کوو، چې د ژورنالېستانو د خونديتوب لپاره هغه څه چې په واک لري ويې کړي.))

په همدې حال کې د خوست پرېس کلب مشر او په دغه ولايت کې د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس خبريال نشان الدين اهنګر بيا د خوست ملي راډيو د تلويزيون امر دا کړنه د خبريالانو ټولې کورنۍ ته سپکاوی بولي او له حکومت غوښتنه کوي چې دا موضوع دې په جدي ډول وڅېړي.

هغه زياتوي: ((کله چې يو دولتي مامور د خبريالانو دفتر ته په زور ننوځي، هغوی ته ګواښ کوي او سپکې سپورې ورته وايي، نو په جنګ کې له ښکېلو غاړو به موږ څه ګيله وکړو، له دولت جدي غوښتنه کوو چې ددې موضوع پلټنه وکړي.))

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي بيا ډاډ ورکوي چې دا موضوع به د ټولو نافذه قوانينو په ځانګړي ډول د رسنیو د قانون په رڼا کې په جدي ډول څېړي او هغه چا چې دغه کار ترسره کړی وي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي کيږي.

دی وايي: ((هېڅوک حق نه لري چې د خبريالانو په مرګ او پا په بله داسې مسله وګواښي چې په قانون کې جرم ګڼل کيږي. زه خبريالانو ته ډاډ ورکوم چې دا مسئله به په جدي ډول څيړم او د اسنادو او شواهدو په کتنې سره به يې پايلې رسنيو سره شريکې کړم.))

پژواک هڅه وکړه چې د موضوع په اړه د خوست د ملي راډيو ټلوېزيون امر روح الله امين نظر هم له ځان سره ولري، خو هغه په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement