ګردېز(پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د پکتيا ولايت د ځاځي اریوب ګڼ شمېر اوسېدونکو په دغې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.
لاريون کوونکي وايي چې د شبنې په ورځ د دغې ولسوالي په علي خېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دوی له ډلې حاجي عبدالله وويل، دا څووم ځل دی چې بهرني ځواکونه ملکي خلک په نښه کوي چې بايد د دې کار مخنيوى وشي.
دی وايي: ((عام بې ګناه خلک ولې ووژل شي، دښمن معلوم دی او ځايونه يې معلوم دي، ړندې بمبارۍ چې عام خلک په کې شهيدانېږي د خلکو له غوسه کولو او راپارولو پرته بل څه نه دي.))
د علي خېلو سيمې اوسېدونکی ناصر وايي چې په وژل شويو کې يو ماشوم، درې ښځې او درې سړي دي.
نوموړی د سيمه ييزو چارواکو هغه خبرې هم ردوي، چې وايي په دغو بريدونو کې مشکوک وسله وال هم وژل شوي دي.
نوموړي وويل:((د دې ځواب څوک وايي، د دې کورنيو او خلکو ته څوک څه ځواب ورکوي، لعنت پر بهرنيانو چې تل يې موږ ته غمونه راوړي دي.))
د اريوب ځاځيو اوسېدونکی او مدنی فعال نويد بيا ورته پېښې قصدي بولي او وايي چې بهرنيانو په تېر کې هم هغه مهال ملکي وګړي په نښه کړي چې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
نوموړی داسې پېښې د سولې خبرو د سبوتاژ کولو او د خلکو د راپارولو په موخه بولي او وايي: ((د طالبانو مرکزونه، سيمې، جنګيالي، لارې او هغه ځايونه چې په کې تربيه کيږي او راځي، هر څه معلوم دي او دوی ته ښه سم معلوم دي، که رښتيا يې له منځه وړي، ولې هلته عمليات او رښتينی عمل نه کوي.))
دغه راز د ځاځي اريوب ولسوال کفتان اخلاص په پېښه کې ملکي وګړو ته د سر او مال زيان مني، خو وايي چې په بريدونو کې شکمن وسله وال هم وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن