د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرنې وزارت مسلخونه خصوصي سکتور ته سپارل کېږي

د کرنې وزارت مسلخونه خصوصي سکتور ته سپارل کېږي

Nov 12, 2018 - 16:41

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): د کرنې وزارت وايي، په پام کې لري چې د دې وزارت مسلخونه تر جوړولو وروسته خصوصي سکتور ته وسپارل شي.

له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالیې وزارت مسوولینو او ملي سوداګرو په ګډون د یوې غونډې کوربه و، چې په کې خصوصي سکتور ته د جوړو شویو مسلخونو د سپارلو په هکله خبرې او سلا مشورې وشوې.

سرچينه کاږي، د دې غونډې ګډونوالو ته له مسلخونو څخه ګټه پورته کول، د قراردادونو اخیستلو لارې چارې او د خصوصي او عامه مشارکت په هکله معلومات ورکړل شول.

سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې ګډون کوونکي سوداګر په بېلابېلو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

د خبرپاڼې په حواله، د کرنې وزارت مسلخونه د کابل، هرات، بلخ او کندوز په ولایتونو کې دي، چې میاشت مخکې د کابل مسلخ، چې د ریشخور په سیمه کې دى، د استفادې وړ وګرځېد.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې همداراز د کرنې وزارت له خوا د درېيو نورو مسلخونو د جوړولو چارې به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړ شي. په پام کې ده چې دغه مسلخونه تر جوړولو وروسته خصوصي سکتور ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د مسلخونو جوړول، د کرنې وزارت له سترو او زېربنایي پروژو څخه دي، چې د دغو مسلخونو د جوړولو چارې کابو ۹ کاله درول شوې وې. خو اوسمهال د کرنې وزارت د نوې رهبرۍ له خوا د دغو پروژو چارې له سره پیل شوې. د ریشخور مسلخ په معیاري ډول رغول شوى، چې په اتو ساعتونو کې د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ وزو او پسونو د حلالولو ظرفیت لري. د دغو مسلخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې د یادو مسلخونو د کار په پیل سره په مستقيمه توګه  دوه زره او ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

د کرنې وزارت يادونه کړې چې د دغو مسلخونو د هر یوه کلنۍ عاید به یو میلیون ډالر وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement