د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې٥٠ امنيتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا لس نور طالبانو نيولي

فراه کې٥٠ امنيتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا لس نور طالبانو نيولي

Nov 12, 2018 - 14:40

فراه- لومړى تعقيب (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): ځينې سرچينې وايي، تېره شپه د فراه په مرکز او دوو ولسواليو کې له دولتي ځواکونو څخه ٥٠ تنه وژل شوي او شاوخوا لس نور طالبانو نيولي دي.

د فراه ولايتي شورا غړي حاجي خيرمحمد نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ په خوست سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې۴۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

دى د جزېياتو له ورکولو پرته وايي چې په دغو وژل شوو کې سيمه ييز پوليس، ملي پوليس او د ملي اردو کسان شامل دي. 

د هغه په وينا، له دې سيمې شاوخوا ١٨٠ سيمه ييز پوليس شا تګ ته اړ شوي او د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د اب خرما سيمې ته تللي دي.

هغه وويل چې طالبانو په دې سيمه کې يو شمېر سيمه ييز پوليس ژوندي هم نيولي، خو له ده سره يې کره شمېر نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو نا تاييد شوو راپورونو له مخې، په خاکسفيد کې تر دې ډېرو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې تېره شپه د خاکسفېد په خوست سيمه کې نښتې شوي، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

نورزی د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې طالبانو تېره شپه د فراه ښار د مرکز اړوند په باغ پل، سنګي زور، برنګتوت او حيدرقلي سيمو کې هم بريدونه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې له ده سره معلومات نشته.

د يادو سيمو اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې تېره شپه د باغ پل په سيمه کې د پوليسو يوه پوسته  طالبانو ونيوه او د دغې پوستې اته پوليس يې له ځان سره بوتلل.

هغوى وايي چې د برنګتوت په سيمه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور طالبانو نيولي دي.

خو د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي چې د فراه په مرکز کې د طالبانو د تېرې شپې په بريدونو کې دوه پوليس په برنګتوت او دوه نور په باغ پل کې وژل شوي دي.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې طالبانو تېره شپه د دغه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې شپږ پوليس وژل شوي دي.

مهري، په ګلستان کې جګړه تاييدوي خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري. 

دى وايي چې د فراه د تېرې شپې په بريدونو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې ورسره نشته.

خو طالبانو ويلي چې تېره شپه په خاکسفېد او ګلستان ولسواليو او دغه راز د فراه په مرکز کې د هغوى په بريدونو کې له دولتي ځواکونو څخه ٤٦ تنه وژل شوي، نهه ټپيان دي او نهه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبانو ويلي چې په دغو بريدونو کې یو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement