ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي د غزني د مالستان ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي

چارواکي د غزني د مالستان ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي

author avatar
12 Nov 2018 - 14:37
چارواکي د غزني د مالستان ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي
author avatar
12 Nov 2018 - 14:37

غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): حکومتي چارواکو د غزني د مالستان د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې د دې ولسوالۍ د امنيت د تامين په موخه سيمه کې کافي ځواکونه شته.

خو بل لور ته وسله وال طالبان وايي، د مالستان ولسوالۍ يې نيولې چې په ترڅ کې يې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په مالستان ولسوالۍ کې جګړه شوې خو سقوط شوې نه ده.

هغه وايي چې د مالستان د تېرې شپې په جګړه کې يو کومانډو سرتېرى وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.

د نوري په وينا، طالبانو هم په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز لوى درستيز محمد شريف يفتلي هم د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې مالستان کې د کومانډو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېره شپه مالستان کې هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

لوى درستيز وايي چې د مالستان او جاغوري ولسواليو د امنيت د تامين په موخه تازه دمي سرتېري غزني ته رسېدلي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا وايي چې د مالستان ولسوالۍ دوى نيولې ده.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د مالستان ولسوالۍ د نيولو پر مهال ٤٢ کومانډو او نور سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د عملیاتو په جریان کې د مالستان ولسوالۍ مرکز، امنیه قوماندانۍ او ۶ دفاعي پوستې ټولې فتحه شوې دي.))

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي خو د امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات د دوى لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.