ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې پر  ۱۲۰۰  مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

بلخ کې پر ۱۲۰۰ مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
13 Nov 2018 - 16:22
بلخ کې پر  ۱۲۰۰  مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
13 Nov 2018 - 16:22

مزار شريف( پژواک، ۲۲لړم۹۷): بلخ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا پر ۱۲۰۰ تنو مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.

شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام عمومي مسوول فهيم جباري د لړم په ۲۲ مه، د يادو مرستو د وېشلو په پروګرام کې وويل چې سږ کال به د شمال په پنځو ولايتونو کې پر شاوخوا ۴۳۰۰ مالدارانو باندې دغه مرستې ووېشل شي.

هغه زياته کړه چې په دغو مرستو کې حيواني خواړه،د شيدو لوشلو ماشينونه، حيواني درمل او د طويله خانو د جوړولو او پاک ساتلو وسايل شامل دي.

نوموړی همداراز وايي چې هر مالدار سره د مرسته شوې بستې ارزښت لس زره افغانۍ دی، چې بلخ ولايت کې به ۱۲۰۰ تنه مالداران تر پوښښ لاندې ونيول شي.

د جباري په خبره، دغه مرستې به د بلخ په اتو ولسواليو کې پر مالدارانو ووېشل شي او زياته يې کړه  چې نور مالداران او ولسوالۍ به راتلونکی کال تر پوښښ لاندې ونيول شي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملی پروګرام له خوا مالدارانو سره د مرستې دغې لړۍ سره به مالداري وده وکړي.

هغه زياتوي، په دغه پروګرام کې جندر په پام کې نيول شوی او هغه مېرمنې هم تر پوښښ لاندې نيول کېږي، چې د مالدارۍ پر چارو بوختې دي.

د ده په خبره، د يادو وسايلو په تر لاسه کېدو سره به مالداران وکولای شي چې خپل حيواني توليدات په ښه ډول تر لاسه، پروسس او وپلوري.

نوموړی زياتوي،د يادو مرستو اصلي موخه د مالدارۍ وده او همدا راز د مالدارۍ پر مهال حفظ الصحې ته جدي پاملرنه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.