جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): د ښځو چارو وزيره وايي چې په ولسواليو کې لا هم د ښځو پر وړاندې ستونزې نه دي حل شوي او دغه ستونزه د ولسواليو په کچه د ښځو د ادارو له رامنځته کېدو پرته د حل بله لار نه لري.
دلبر نظري دا څرګندونې د لړم په ۲۲مه ننګرهار کې د ښځو چارو وزارت له لوري د ختیځ په کچه د مېرمنو د توانمندۍ درې ورځني سمپوزيم په تړاو جوړې شوې غونډې ته د وينا پرمهال وکړې.
ميرمن نظري وويل، دغه سمپوزیم کې به د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو او ورته د ښو کاري فرصتونو برابرولو په اړه بحثونه وشي، د مېرمنو نظريات به راټول شي او د راتلونکي لپاره به ترې پلانونه جوړ شي.
د نوموړې په خبره، د ښځو ګډون کولی شي، چې د يو هېواد د پرمختګ سبب شي، ځکه د ښځو رول په اقتصاد کې ډېر مهم دی او د ملي وحدت حکومت مېرمنو ته د کار موندلو په لټه کې دی.
هغې د خلکو د دغو شکايتونو په ځواب کې چې ګواکې دا ډول غونډې نمايشي دي او يوازې د ښارونو مېرمنې ترې برخمنې کېږي، وويل، تر هغه وخته چې په ولسواليو کې د ښځو چارو وزارت درېيم واحدونه رامنځته نه شي، دا ستونزې حلېدلی نه شي.
د قوانينو نه تطبيق بله هغه ستونزه ده، چې د ښځو چارو وزيره يې د مېرمنو د ستونزو د نه حل پر وړاندې خنډ يادوي او وايي، دوی د ښځو د حقونو لپاره بېلابېل قوانين رامنځته کړي؛ خو تطبيق شوي نه دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات هم د اقتصاد په پياوړتيا کې د ښځو رول مهم ياد کړ او ټينګار يې وکړچې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ممبرونو غږ ډېر مهم دی.
هغه دا هم وويل چې دا سمپوزيم به د ښځو د حقونو د پلي کېدو او ستونزو د حل لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه رامنځته کړي.
بلخوا د کونړ ولايت د والي مرستيال ګل محمد بيدار چې دغې غونډې ته يې خبرې وکړې، نيوکه وکړه چې تېرو څو کلونو کې وزارت د ښځو د حقونو لپاره يوازې پاليسي جوړونکی رول لوبولی دی.
خو د غونډې ګډونوالو مېرمنو بيا نیوکه کوله، چې دا ډول غونډې يوازې سمبوليکې دي او د مېرمنو په ژوند کې هېڅ ډول بدلون نه رامنځته کوي.
سياستواله او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ استازې صفيه صديقي وايي، په حکومت کې د ښځو ونډه سمبوليکه ده او يوازې يې له نوم څخه ګټه پورته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن