ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ابدالي: د اجراييه رياست او د ولسمشر د درې مرستيالانو پرېکړه د اساسي قانون لويه جرګه کوي

ابدالي: د اجراييه رياست او د ولسمشر د درې مرستيالانو پرېکړه د اساسي قانون لويه جرګه کوي

author avatar
13 Nov 2018 - 18:36
ابدالي: د اجراييه رياست او د ولسمشر د درې مرستيالانو پرېکړه د اساسي قانون لويه جرګه کوي
author avatar
13 Nov 2018 - 18:36

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : د ولسمشرۍ احتمالي کانديد او په هند کې د افغانستان پخوانى سفير شيدا محمد ابدالي وايي چې د اجراييه رياست او د ولسمشر د درېيو مرستيالانو پرېکړه به د اساسي قانون لويه جرګه وکړي.

هغه د لړم په ٢٢مه، په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال په ډاګه کړه، چې له سياسي ګوندونو، سياسي ايتلافونو، مدني ټولنو او قومي مشرانو سره د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه يې مشورې روانې دي.
ابدالي چې له تېرو شپږ نيمو کلونو راهيسې په هندوستان کې د افغانستان لوى سفير و، وايي چې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د کندهار د خلکو په څو څو ځله غوښتنه يې تېره مياشت له دندې استعفى ورکړه او بېرته هېواد ته را ستون شو.

د نوموړي په وينا، يو نيم کال مخکې خلکو ترې د استفعى غوښتنه کړې وه ، خو دا کار ورته سخت و  او انکار يې وکړ.

خو ابدالي وايي چې اوس د افغان ولس او په ځانګړې توګه لوى کندهار او نورو سيمو مشرانو يو ځل بيا ترې وغوښتل چې استعفى ورکړي او دلته په هېواد کې دننه  د سولې او ملي يووالي لپاره سياسي او ټولنيز فعاليتونه پيل کړي.

ده زياته کړه، څو ورځې مخکې د لوى کندهار مشرانو ديوې ځانګړې غونډې پر مهال له ده وغوښتل چې ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي.

ابدالي وويل : (( دا ځل مې د دوى غوښتنه ومنله او په هېواد کې د ملي يووالي او سولې لپاره چې په تېرو څلورو کلونو کې ټکنى شوى و، له دندې استعفى ورکړه، هېواد ته راغلم او مشورې مې پيل کړې دي. ))

د هغه په وينا، په لوى کندهار او کابل کې يې ځينې ليدنې کتنې کړې ، مشورې يې اوس هم ادامه لري او په پاى کې به وروسته پرېکړه کوي.

نوموړي ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د اجراييه رياست او ولسمشرۍ د درېيو مرستيالانو په اړه پرېکړه به د اساسي قانون لوييې  جرګې لخوا کېږي.

شيدا محمد ابدالي وايي، چې په اساسي قانون کې يواځې ولسمشر او دوه مرستيالان يې دي، که چېرې اساسي قانون کې بدلون راځي، بايد دټول هېواد خلک پکې نظر ورکړي او په دې پرېکړه کې سهيم وي او دا کار د لويې جرګې له لارې کېداى شي.

د نوموړي په وينا، د اساسي قانون له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنې د ولسمشر او دوو مرستيالانو لپاره ترسره کېږي، که چېرې ځينې ګوندونه او ايتلافونه د اجراييه رياست او د ولسمشر ددرېيو مرستيالانو لپاره وړانديز کوي، دا بايد تر نوي حکومت وروسته داساسي قانون د لويې جرګې له خوا منظوره شي.

د يادونې ده چې د لوى ملي ايتلاف له خوا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ او اجراييه رياست لپاره درې درې مرستيالان وړانديز شوي دي.

ابدالي د و لسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل  چې که  دا کار د حقيقي سولې لپاره کېږي، نو دى يې ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.