کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : ولسمشرۍ ماڼۍ هغه اوازې رد کړې چې ګوندې ولسمشريزې ټاکنې ځنډول کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځينو ا مريکايي رسنيو ددغو ټاکنو د ځنډېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د والسټريټ ژورنال په نامه امريکايي رسنۍ وايي، د امريکا حکومت په دې غور کوي چې ایا د افغانستان پر حکومت د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو لپاره فشار واچوي او کنه.
سرچينې زياته کړې، دټاکنو د ځنډېدو لامل له وسله والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ګوته کړي او وايي چې ټرمپ غواړي افغان شخړه ژر تر ژره هواره شي.
خو د ولسمشر سلاکار او نـږدې ملګري ډاکټر فضل فضلي په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې افغان حکومت په خپل وخت د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى.
نوموړي زياته کړې چې له اساسي قانون سره سم به حکومت د کمېسيون له خوا په اعلان شوې نېټه ټاکنې ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون څو ورځې مخکې اعلان کړى وچې د ١٣٩٨ لمريز کال د وري په ٣١مه، ( د ٢٠١٩ کال د اپريل په ٢٠مه) به ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.
د ولسمشرسلاکار ويلي، په افغانستان کې ډيموکراسي پلې کېږي او واک به په سوله ييزه توګه دډيموکراتيکې پروسې له لارې نوي حکومت ته لېږدول کېږي.
د هغه په وينا، له دې پرته پر نورو لارو چارو چې د قانون خلاف وي، د حکومت چلول افغانانو ته د منلو وړ نه دى .
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري هم په ټويټر کې د ټاکنو د ځنډېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دا به په خپل وخت ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن