د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې پر ۱۲۰۰ مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

بلخ کې پر ۱۲۰۰ مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه

Nov 13, 2018 - 16:22

مزار شريف( پژواک، ۲۲لړم۹۷): بلخ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا پر ۱۲۰۰ تنو مالدارانو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.

شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام عمومي مسوول فهيم جباري د لړم په ۲۲ مه، د يادو مرستو د وېشلو په پروګرام کې وويل چې سږ کال به د شمال په پنځو ولايتونو کې پر شاوخوا ۴۳۰۰ مالدارانو باندې دغه مرستې ووېشل شي.

هغه زياته کړه چې په دغو مرستو کې حيواني خواړه،د شيدو لوشلو ماشينونه، حيواني درمل او د طويله خانو د جوړولو او پاک ساتلو وسايل شامل دي.

نوموړی همداراز وايي چې هر مالدار سره د مرسته شوې بستې ارزښت لس زره افغانۍ دی، چې بلخ ولايت کې به ۱۲۰۰ تنه مالداران تر پوښښ لاندې ونيول شي.

د جباري په خبره، دغه مرستې به د بلخ په اتو ولسواليو کې پر مالدارانو ووېشل شي او زياته يې کړه  چې نور مالداران او ولسوالۍ به راتلونکی کال تر پوښښ لاندې ونيول شي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملی پروګرام له خوا مالدارانو سره د مرستې دغې لړۍ سره به مالداري وده وکړي.

هغه زياتوي، په دغه پروګرام کې جندر په پام کې نيول شوی او هغه مېرمنې هم تر پوښښ لاندې نيول کېږي، چې د مالدارۍ پر چارو بوختې دي.

د ده په خبره، د يادو وسايلو په تر لاسه کېدو سره به مالداران وکولای شي چې خپل حيواني توليدات په ښه ډول تر لاسه، پروسس او وپلوري.

نوموړی زياتوي،د يادو مرستو اصلي موخه د مالدارۍ وده او همدا راز د مالدارۍ پر مهال حفظ الصحې ته جدي پاملرنه ده.

د بلخ د کرنې رييس همدا راز وايي، يو شمېر سيمو کې حيواني ډاکټرانو او کلينيکونو ته لاسرسی ستونزمن دی؛ نو ځکه دوی په دغو مرستو کې هغه درمل هم شامل کړي، چې مالداران به يې د ناروغۍ د علايمو په ښکاره کېدو سره حيواناتو ته ورکوي.

نوموړی زياتوي،د يادو مرستو تر څنګ به سږ کال په بلخ ولايت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لارې څه باندې سل زره څاروي هم واکسين شي.

هغه وايي، په ياد واکسين سره څاروي د ژمنيو ناروغيو څخه په امان  وي.

د بلخ د کرنې رييس زياتوي، چې کرنې  وزارت هڅه کوي؛ څو د بېلابېلو خيريه انجيو ګانو له لارې په هېواد کې د مالدارۍ او باغدارۍ د ودې او معياري کېدو لپاره مرستې جلب کړي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکې ساهره هغه مېرمن ده، چې د خپل شپږ کسيز کور ټول خرڅ د مالدارۍ له لارې پوره کوي.

هغه خوشحاله ده چې د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروګرام له خوا ورسره مرسته شوې.

نوموړې پژواک ته وويل چې پخوا کلونو کې به يې هر کال د ژمي په موسم کې څاروي او غواګانې له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېدې او ځيني وخت به تلف کېدلې هم؛ خو اوس د تر لاسه شويو مرستو له امله يې ستونزې ډېرې کمې شوې دي.

ساهره وايي: (( اوس مو مالونه او څاروي واکسين کېږي او درمل ورکول کېږي، چې ورسره روغ دي، همدا راز کرنې رياست يو ډول حيواني خواړه مرسته راکړې، چې ورسره مو د غواګانو شيدې زياتې شوي.))

هغې زياته کړه، د حيواني توليداتو له لارې هره مياشت يوه زياته اندازه پيسې لاس  ته راوړي، چې هم يې لګښت کېږي او هم يې سرمايه جوړه کړې.

محمد اکبر بل مالدار  دی، چې د مرستې تر لاسه کېدو لپاره په کتار کې وړلا  و.

نوموړی ياده مرسته د لنډ وخت لپاره ګټوره بولي؛ خو زياتوي چې مالونه او څاروي يې له لوږې سره مخ دي او کرنې رياست او خيريه بنسټونه بايد دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

هغه وويل چې سږ کال د وچکالۍ له امله ډېرو مالدارانو خپل څاروي د حيواني خوړو د نشتون  له امله  پاکستان ته انتقال کړل او هلته يې وپلورل او کوم چې پاتې دي اوس د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اکبر زياته کړه، که مالدارانو سره د حيواني خوړو مرسته ونه شي؛ نو را روان ژمي کې به ډېر مالونه د لوږې له امله تلف شي.

د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوولين همدا راز وايي چې سږ کال به د شمال زون په پنځو ولايتونو کې شاوخوا ۷ سوه زره څاروي هم واکسين شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement