ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې متوجه وي چې افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي”

“حکومت دې متوجه وي چې افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي”

author avatar
13 Nov 2018 - 17:43
“حکومت دې متوجه وي چې افغانستان د روسیې او امریکا د سیالیو قرباني نه شي”
author avatar
13 Nov 2018 - 17:43

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د افغانستان د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد د فعالیتونو په اړه خلکو ته د پوهاوي په ورکولو ټینګار کوي او اندېښنه لري چې د امریکا او روسیې سيالي افغانستان په دویمه سوریه بدل نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره میاشت افغانستان، پاکستان، عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر وکړ.

نوموړي په دې سفرونو کې د افغانستان پر چارواکو او سیاستوالو سربېره په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړې.

هغه د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د خپل دویم سفر په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو، د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور او د جمعیت ګوند له غړي محمد اسماعیل خان سره لیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد د افغان سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته یو ځل بیا سفر وکړي.                           

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه په مسکو کې د طالبانو د استازو، د سولې د عالي شورا د پلاوي او د امریکا په ګډون د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د استازو په ګډون ناسته جوړه شوه.

د هېواد یو شمېر سیاستوالو او د ملي شورا غړو ویلي چې دغه غونډه د روسیې د موخو او طالبانو د زور ښکاره کولو لپاره جوړه شوې وه.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د خلیلزاد د دویم سفر په اړه بحث وشو.

په دې جرګه کې د بغلان د خلکو استازي نظر محمد فقیري کابل ته د خلیلزاد د سفر په اړه هیله مندي وښوده چې د نوموړي هڅې به په هېواد کې د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو لامل وګرځي.

خو هغه زیاته کړه: ((سوله د امریکا یوه پروژه ده، تر څو چې امریکا ونه غواړي په افغانستان کې به سوله رانه شي، طالبان د بهرنيانو او د پاکستان د استخباراتو نوکران دي او دوى مسلمانان هم نه دي، ځکه چې د روسیې د ولسمشر پوتین بلنه یې قبوله کړه او لاړل، خو د افغانستان د سولې لپاره یې دسعودي عربستان او اندونيزیا په غونډو کې ګډون و نه کړ.))

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي له افغان سیاستوالو سره د خلیلزاد د لیدنې په اړه وویل: ((زه نه پوهېږم چې خلیلزاد ولې کور په کور ګرځي، که د پردې تر شا څه نه وي نو ولې ټول سیاسیون په یوه ځای نه راټولوي او خپلې شته خبرې نه ورته وايي؟))

د یادې جرګې بل غړي جمعه الدین ګیانوال وویل، د افغانستان سوله په ډرامه بدله شوې، حکومت او افغانان باید متوجه شي واوسي چې د افغانستان په قضیه کې دامریکا او روسیې سیالۍ دغه هېواد په دویمه سوریه بدل نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.