ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان: د جګړې ښکېلې غاړې دې سولې ته لبيک ووايي

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان: د جګړې ښکېلې غاړې دې سولې ته لبيک ووايي

author avatar
13 Nov 2018 - 18:34
د سوېل ختيځ زون ديني عالمان: د جګړې ښکېلې غاړې دې سولې ته لبيک ووايي
author avatar
13 Nov 2018 - 18:34

ګردېز(پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د سوېل ختيځ زون ديني عالمانو، د سولې او امنيت په اړه غونډه کې د سولې پر مخامخ خبرو ټينګار وکړ او د جګړې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې سولې ته دې لبيک ووايي.

په دغه غونډه کې چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه، د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر ولايتونو ګڼو ديني عالمانو برخه لرله.

د لوګر ولايت د ديني مرکزونو مشر مولوي احمدنبي احمدي په دغه غونډه کې وويل چې خلک له جګړې ستړي شوي او د لومړيتوب او اساسي اړتيا پر اساس بايد د سولې او روغې جوړې پر لور رښتيني ګامونه واخيستل شي.

احمدي وويل:"دا جنګ ډېر اوږد شو، خپلمنځي شو او خپله تباهي مو ده، څه چې شوي، شوي، نور بايد د دې جګړې لمبې مړې او دواړه خواوې د سولې لپاره صادقانه اقدام وکړي."

د پکتيا د ديني عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان، د حکومت له خوا د سولې اقدامات او تمايل ګټور اقدام وباله او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې د ولس د جدي اړتيا او غوښتنې پر بنسټ د سولې لپاره نرمي او انعطاف وکړي.

حقبيان د جګړې د اوږدېدو يو عمده عامل په قضايي ارګانونو کې پراخ فساد ياد کړ او له دولت څخه يې په دې برخه کې د جدي اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه.

دی زياتوي:"الله تعالی وايي کله چې تاسو ته څوک د سولې ميلان وکړي، هغه مه ردوئ، په الله باندې توکل وکړئ. ولس سوله غواړي، زما ځوان، زما خور، زما مور، زما ورور او زما لوڼې امن غواړي، د امن په فضا کې د دين قايمول او ژوند کول غواړي. طالبه ته هم پر موږ رحم وکړه، دولته ته دې هم خپلو کړنو ته متوجه شه."

د خوست د ديني عالمانو مشر مولوي شاه محمود ګاونډي نور هېوادونه د افغانستان د جګړې د اوږدولو عاملين بولي او وايي چې پاکستان او اېران د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو لپاره افغانستان کې جګړه توده ساتي.

دى له خلکو غواړي چې له وېرې پرته په خپلو سيمو کې د امن راوستو لپاره هېڅ وکړي.

مولوي شاه محمود زياتوي: "په ټوله دنيا او پاکستان کې انتخابات کيږي، هلته جواز لري، خو دلته جواز نه ورکول کيږي؛ هلته که هر رقم ګناه کيږي، ګناه نشته، خو که په افغانستان کې په جومات کې لمونځ هم کېږي، ګناه ده. دا يو طرفه قضاوت دی. موږ که لمونځ کوو، که تعليم او که انتخابات کوو هم ګناه يې بولي. رسول الله (ص) له کفارو سره هم سوله کړې، خو دوی د مسلمانانو تر منځ د سولې مخالفت کوي."

د پکتيا د سولې شورا مشر جنت خان منګل وويل چې ډېری وسله وال طالبان اوربند او سولې ته لېوال دي او هېواد او خلکو ته ژمن مشرانو ته يې په کار ده چې نور خپلې موخې له سياسي لارې تعقيب کړي.

منګل وويل: "د افغانستان ۳۰۰۰ علماوو فتوا ورکړه چې دا جنګ روا نه دی، هم زموږ په مقدس ځای مکه معظمه کې د جهان علماوو فتوا ورکړه چې د افغانستان جنګ فتنه ده، د مدينې منورې امامانو وويل چې دا جنګ، روا جنګ نه دی."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.