ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د شکر ناروغۍ په اړه پوهاوی ډېر کم دی

په افغانستان کې د شکر ناروغۍ په اړه پوهاوی ډېر کم دی

author avatar
13 Nov 2018 - 18:01
په افغانستان کې د شکر ناروغۍ په اړه پوهاوی ډېر کم دی
author avatar
13 Nov 2018 - 18:01

کابل (پژواک،۲۲لړم ۹۷): په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ کره شمېر نه لري، خو وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه له ۱۵ زرو ډېر د شکر ناروغان د یادې ناروغۍ په پنځو مرکزونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا مالي او اداري مرستیال دوکتور ماموسي زيور نن په کابل کې د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې د نمانځلو په پار د «کورنۍ او شکر ناورغي» تر عنوان لاندې غونډې ته وویل، د روان کال له پیله تر اوسه له ۱۵ زرو ډېر چې ۸۵۰۰ یې ښځې دي په پنځو مرکزونو کې ثبت شوي دي.

 نوموړي دې ته په اشاره چې شکر په نړۍ کې اتمه وژونکې ناروغي ده زیاته کړه: ((د یادې ورځې د نمانځنې موخه د شکر د ناروغۍ په اړه د کورنیو د پوهاوي زیاتېدل او د مراقبتي پروګرامونه جوړول دي.))

د هغو مطالعاتو او شواهدو له مخې چې د شکر د نړیوال فدراسیون له خوا په ۲۰۱۲ کال کې ترسره شوي، په افغانستان کې شاوخوا ٨٤٩٠٩٢ کسان له دې ناروغۍ څخه ځورېږي چې له دې ډلې شاوخوا ١٩٧٧٣کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغه په خبر، د شکر ناروغۍ عمده عوامل غیر صحي خواړه، د فزیکي فعالیتونو نه ترسره کېدل، ډېر وزن، ارثي او کورني خواص دي.

د غیر ساري شکر د ناروغیو د ملي کنټرول مسوول ډاکتر حبیب الله اروال وویل، د شکر ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو کې زیاته ده ځکه دوی کم فزیکي فعالیت لري.

د ده په خبره، د مناسب وزن لرل، په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې فزیکي فعالیت، له صحي خوړو څخه استفاده، د مېوو او سبزیجاتو مصرف، د ډېر شکر له مصرف څخه ځان ساتل، چربي او تنباکو د شکر د ناروغۍ مخنیوی کوي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ استازي ډاکتر ادریس توخي غونډې ته وویل، روغتیايي بې سوادي په هېواد کې د شکر ناروغۍ د زیاتېدو یو عمده لامل دی.

نوموړي زیاته کړه: ((خلک د ګټورو او نه ګټورو غذاوو په اړه پوره معلومات نه لري، په دې برخه کې باید د خلکو د پاهاوي کچه لوړه شي او کابل ښاروالي د عامې روغتیا د همکار په صفت په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي لوړولو ته ژمنه ده.))

د نړیوال روغتیايي سازمان رییس ډاکتر ریک پيپ کورن (Dr.Rik.Peeperkorn) د غونډې په جریان کې وویل، شکر یوه وژونکې ناروغي ده چې هر کال په نړۍ کې زیات شمېر کسان پرې اخته کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په دې ناروغۍ اخته مریضان باید ورزش وکړي او د خوړو انرژي یې په ښه ډول مراعات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.