جلال اباد (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د چاودنې له امله ١١ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې نن شاوخوا لس نيمې بجې د غني خېلو ولسوالۍ شېرګړ بازار سيمه کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې ده.
دی وايي، په چاودنه کې ١١ کسان ټپيان شوي چې ټول ملکي وګړي او د ياد بازار دوکانداران دي.
هغه وويل چې د يوه ټپي روغتيايي وضعيت مرګونی دی.
بلخوا د پېښې يوه عيني شاهد اول ګل پژواک ته وويل چې چاودنه د نازيانو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو پر موټر شوې ده.
دی زياتوي، چاودنه کې موټر چلوونکی وژل شوی او اووه نور کسان ټپيان دي.
خو د والي وياند د ولسي پاڅون کوونکو پر موټر چاودنه تاييد نه کړه.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن