هرات(پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): د هرات پولیس وايي، ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.
د هرات د پولیسو د ویاند دفتر سرپرست فرزاد فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل، عبدالظاهر مشهور په «ظاهر نوبادام» تېر ماښام په انجیل ولسوالۍ کې له خپل باغ څخه کور ته د تلو پر مهال د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
د ده په خبره، د یادې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی معلوم او په دې اړه څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن