ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې کرنیز نندارتون جوړ شو

په کندهار کې کرنیز نندارتون جوړ شو

author avatar
13 Nov 2018 - 18:09
په کندهار کې کرنیز نندارتون جوړ شو
author avatar
13 Nov 2018 - 18:09

کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): کندهار کې د کرنيزو توکيو او لاسي صنايع دوه ورځنى نندارتون جوړ شو او کروندګرو په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې له حکومته وغوښتل چې محصولاتو ته يې بازارموندنه وکړي.

په دغه نندراتون کې چې د کرنې ریاست او مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ د کندهار د مرکز اړوند په عينو مينې پارک کې جوړ شوی، په لسګونو غرفو کې د کندهار کرنیز توکي، وچه او  تازه مېوه، لاسي صنایع او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب وویل، د دغه نندارتون له لارې به خلک له خپلو کورنیو محصولاتو او تولیداتو خبر شي او ښه بازار به ورته وموندل شي.

هغه زیاته کړه، په نړۍ کې د نوې ټکنالوجۍ پر مټ کرنې ډېر پرمختګ کړی ، پر همدې بنسټ دلته هم جدي اړتیا ده چې زموږ کروندګر هم ورسره اشنا شي او کرنه مو میکانیزه شي، څو د لږو اوبو په لګولو ډېر حاصلات ولري.

ده په دې لاره کې دغسې نندارتونونه ډېر ګټور وګڼل او ویې ویل په دې توګه کروندګر هڅول کېږي د انارو، انګورو او نورو مېوو تر څنګ د پستې، زعفرانو او نورو کرنیزو توکو د کرلو په برخه کې هم تجربې تر لاسه کوي.

هغه بهر ته د مېوو د لېږد په اړه وویل چې په دې وروستیو کې له ګڼو بهرنیو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستل شوي، خو په کار ده چې زموږ کروندګر او سوداګر خپلې مېوې او نور کرنیز توکي له نړیوال معیار سره سم صادرولو ته چمتو کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصر الله زهیر  د ياد نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وویل، د هېواد ۸۵ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي خو حکومت ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

دى وايي چې د کلونو په تېرېدو اوس هم د صادراتو په برخه کې د افغانستان ډېره تکیه پر پاکستان او هندوستان ده، ځکه نورو هېوادونو ته یا لار نه لري او يا د افغانستان محصولات د هغوی پر معیار برابر نه دي.

ده له حکومت څخه وغوښتل چې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د پرمختګ او بازارموندنې په برخه کې ډېر کار وکړي.

د دغه کرنیز نندارتون برخه وال خوښ وو چې موده وروسته خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

د عبدالصمد په نوم یوه کروندګر چې خپل محصولات یې نندارې ته ایښي وو، پژواک ته وویل، د هغو مېوو تر څنګ چې دلته شته، خلک بايد د هغو نورو مېوو باغونه هم جوړ کړي چې ښه عايد او ښه مارکېټ ولري.

هغه د باغونو په جوړولو کې د نوي مېتودونو او لارو چارو څخه په کارا خيستو ټينګار وکړ او ويې ويل چې  په دې برخه کې بايد د پرمختللو هېوادونو له تجربو ګټه واخيستل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.