د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرزى: د سولې په اړه د امريکا او روسيې هڅې دې سره همکارې شي

کرزى: د سولې په اړه د امريکا او روسيې هڅې دې سره همکارې شي

Nov 13, 2018 - 19:49

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٧): مخکيني ولسمشر کرزي د سولې لپاره د امريکا او روسيې د هڅو هرکلى وکړ او هيله يې ښودلې چې دغه دواړه هڅې دې سره همکارې شي.

د ده له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مخکيني ولسمشر حامد کرزي په قزاقستان کې د  استانه کلب(Astana Club)  څلورمې نړیوالې غونډې په دوو بېلابېلو جلسو کې وینا وکړه.

سرچينه کاږي، په هغې ناسته کې چې د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربایف په مشرۍ تر سره شوه، کرزي د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د وروستیو هڅو هرکلی وکړ او د مسکو په کنفرانس کې یې د سولې عالي شورا او د طالبانو د استازو اشتراک نېک اقدام وباله.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې دغه دواړه هڅې سره همکارې شي.

سرچينه زياتوي، کرزي په دغې برخه کې د قزاقستان له ولسمشر څخه د یوه باتجربه مشر په صفت په خاصه توګه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د هڅو د کامیابي لپاره هر اړخیز کوښښ وکړي.

مخکيني ولسمشر دغه راز له افغانستان سره د قزاقستان له مرستو او په ځانګړې توګه افغان محصلینو ته د سکالرشیپونو له برابرولو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سلسله د پخوا په شان دوام ومومي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، حامد کرزي د یادې غون‌‌‌‌‌‌ډې په څن‌‌ده کې د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربایف سره په خصوصي توګه هم وکتل.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement