ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تادين خان: د خپل ورور جنرال رازق غچ به اخلم

تادين خان: د خپل ورور جنرال رازق غچ به اخلم

author avatar
14 Nov 2018 - 15:21
تادين خان: د خپل ورور جنرال رازق غچ به اخلم
author avatar
14 Nov 2018 - 15:21

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وايي، د امنیت ساتلو په چارو کې د خپل ورور تګلاره تعقیبوي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

تورن جنرال تادین خان چې د خپل ورور ستر پاسوال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل، د خپلو خلکو او خاورې لپار به هغه څه کوي چې ورور یې کول.

ده زیاته کړه، ورور یې د غلو، وسله والو مخالفینو او ترهګرو پر وړاندې په کلکه ولاړ و او دی به هم کټ مټ هماغه تګلاره مخ ته وړي.

هغه د کندهار له اوسېدونکو او ټولو هېوادوالو مننه وکړه چې د ورور پر مړینه یې د دوی له کورنۍ سره غمشریکې کړې او دغه څه یې د حوصلې د لوړېدو سبب شوی.

نوموړي له ولسمشر څخه هم مننه وکړه چې پر ده یې باور کړی او د کندهار د امنیت ساتلو مسوولیت یې ورسپارلی دی.

ده وویل: ((زه تازه صحنې ته راغلی یم، د کندهار د امنیتي چارو تنظیم کټ مټ هماغسې دی چې زما د ورور د دندې پر مهال و، د ټولو حوزو امرین، امنیتي پرسونل او په خپله خلک هماغسې راسره همکار دي لکه زما له ورور سره چې همکار وو.))

دی د خپل ورور د وژنې د پېښې په اړه وايي، دغه کار د پاکستان، ایران او روسيې د استخباراتو او د هغوی د ملګرو و، خو دی به په دې قرباني هیڅکله هغوی ته سر ټیټ نه کړي، د هغوی پر وړاندې به په کلکه ولاړ وي او لا ډېرو قربانیو ته تیار دی.

تادين خان په ډاګه کړه چې د خپل ورور غچ به اخلي، ده وویل: ((چا چې هم دا کار کړی، هغوی ته مې خبر دا دی چې په هر ځای کې یاست، ځان به در رسوو او په هره بیه چې وي غچ به درڅخه اخلم.))

ده خبر ورکړ چې د ورور د وژل کېدو د پېښې څېړنې یې روانې دي او په دې اړه د دوی کار هم روان دی.

د کندهار مخکنی امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق تېره میاشت د تلې په ۲۶مه شاوخوا څلور بجې په کندهار ولایت مقام کې د والي د یوه ساتونکي له خوا ووژل شو.

په دغه برید کې ټولټال درېیو تنو (د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل، کامره مېن سلیم انګار) ژوند له لاسه ورکړ او والي زلمی ویسا، ویاند یې عزیز احمد عزیزي، د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود او په سوېل کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ماموریت امریکايي قومندان ټپيان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.