ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حيات: کومو ولسوالیو کې چې کوکنار وکرل شي، چارواکي به یې له دندو ګوښه کړو

حيات: کومو ولسوالیو کې چې کوکنار وکرل شي، چارواکي به یې له دندو ګوښه کړو

author avatar
14 Nov 2018 - 17:18
حيات: کومو ولسوالیو کې چې کوکنار وکرل شي، چارواکي به یې له دندو ګوښه کړو
author avatar
14 Nov 2018 - 17:18

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د ننګرهار والي وايي، د هغو ولسواليو ولسوالان او امنيه قوماندانان به له دندو ګوښه کړي چې په ولسواليو کې يې کوکنار وکرل شي.

حيات الله دغه راز هغو مامورينو او ښوونکو ته هم له دندې د ګوښه کولو ګواښ وکړ چې په خپلو پټیو کې کوکنار کري.

په همدې حال کې د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست مسوولين وايي، هغه کروندګر درې مياشتې بندي کېږي چې خپلو کروندو کې کوکنار وکري.

ولايتي چارواکو دا څرګندونې د لړم په ۲۳مه جلال اباد ښار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه په يوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې له کروندګرو ليکلې هوکړه ليکونه واخيستل شول چې له دې وروسته به خپلو کروندو کې کوکنار نه کري.

د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، په هره ولسوالۍ کې چې د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې کوکنار وکرل شي او د اړوندې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير يې په اړه اقدام ونه کړي، له دندو به ګوښه کېږي.

هغه وايي، نه يوازې له دندو ګوښه کېدل، بلکې هغوی به دندو کې د پاتې راتلو او ناغېړۍ له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته هم پېژندل کېږي.

د ننګرهار والي دا هم وويل، په تېر کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره غلطه پاليسي جوړه شوې وه چې يوازې هرې ولسوالۍ ته د سهم له مخې د کوکنارو د کښتونو د اړولو خبره شوې وه خو سږ کال کروندګرو ته د اسلام له نظره د کوکنارو د حراموالي قناعت ورکړل شو او ژمنه یې وکړه چې هغوی به کوکنار نه کري.

دغه راز د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل، له دې وروسته هر هغه کروندګر د قانون له مخې بندي کېږي چې خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

هغه دا هم وويل، هغه ښوونکي او مامورين سره له دې چې بندي کېږي، له دندو به هم ګوښه شي.

کروندګر بيا وايي، که يې حاصلاتو ته ښه بازار پيدا شي، هېڅ کروندګر به له کوم زورزياتي پرته په خپلو کروندو کې د کوکنارو پر ځای نور فصلونه کري.

د اچين ولسوالۍ يو بزګر خدای نور وويل، يوازې پر دې هم نه کېږي چې دولت دې ټول زور له کروندګرو وباسي، بلکې کروندګرو ته هم بايد اسانتياوې برابرې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.