ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- اروزګان لارې خرابوالي خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخ کړي

د کندهار- اروزګان لارې خرابوالي خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخ کړي

author avatar
14 Nov 2018 - 16:01
د کندهار- اروزګان لارې خرابوالي خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخ کړي
author avatar
14 Nov 2018 - 16:01

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د کندهار- اروزګان لارې مسافر وايي، د لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی شکایت کوي چې له یوې خوا دغه لار نا امنه ده او له بلې خوا سخته خرابه ده چې د دوی د دوو ساعتونو سفر یې شپږو ساعتونو ته اوږد کړی دی.

مسافر او موټر چلوونکي د دې لارې د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار- اروزګان لارې یوه مسافر محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې دغه لاره سخته خرابه ده او مسافر په ډېرې سختۍ سفر ورباندې کوي خو هېڅوک یې غور نه کوي.

دی زیاتوي، لاره خامه او سخته خرابه ده، سره له دې چې ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري خو مجبور دي د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال پر دغه لار د سفر پر مهال موټر تخنيکي عوارض پیدا کوي او ان ناروغان پر لار ساه ورکوي.

دی وايي، حکومت څو ځلې د دې لارې د جوړېدو اعلان وکړ او دوه ځلې یې کار هم پيل شو خو تر لنډ مهال وروسته به بېرته ودرېد.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې د جوړولو غم وخوري.

د ارزوګان لارې یوه موټر چلوونکي شریف الله پژواک ته وویل، لار نه یوازې خرابه ده بلکې نا امنه هم ده.

هغه زیاتوي، ډېری وخت وسله وال طالبان لارې ته راوځي، موټر ګرځوي او خلک ځوروي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هم لاره جوړه کړي او هم یې امنیت خوندي کړي.

دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو سفر په شپږ ساعته کې کوي، ډېر مهال یې موټر عوارض پیدا کوي او چې چېرې خراب شو همالته ولاړ وي؛ ځکه د لارې په اوږدو کې هېڅ اسانتیا نشته.

دغه راز یو شمېر نور مسافر بیا پر دې لار د پولیسو له خوا د پیسو اخیستو خبرې هم کوي چې پر هره امنیتي پوسته پولیس له مسافرو د تذکرې غوښتنه کوي، که له چا سره نه وي نو ۵۰۰ افغانۍ ورڅخه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.