ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

لښکرګاه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

author avatar
14 Nov 2018 - 16:31
لښکرګاه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو
author avatar
14 Nov 2018 - 16:31

لښکرګاه (پژواک، ٢۳ لړم ۹۷): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کرنيزو محصولاتو او لاسي صنايعو يو ورځنى نندارتون جوړ شو.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رييس زلمي الکو وويل چې د دغه نندارتونه جوړولو اساسي موخه کرنيزو توليداتو او لاسي صنايعو ته بازارموندنه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یاد نندارتون کې د کرنيزو محصولاتو تر څنګ لاسي صنايع، د روخام ډبرې، شات، زينتي توکي او ځيني نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

ده وويل: ((ټول هغه شيان په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي چې خپله په هلمند کې توليد شوي دي.))

د الکو په وينا، په دغه ولايت کې د سړو خونو جوړولو لپاره يې دوه سوه جريبه ځمکه ځانګړې کړې چې د بودجي په ترلاسه کولو سره به يې د جوړولو چارې پيل کړي.

همدارنګه د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې دغه ډول نندارتونونه د کروندګرو او صنعتکارانو د هڅونې لامل کېږي او په خپلو توليداتو کې مثبت بدلونونه راولي.

والي وايي: ((هلمند ښې اوبه او هوا لري خو دلته چا بنسټيز کار نه دى کړى، دلته اوس هم خلک په پخوانۍ بڼه کرنه کوي، هېڅ نوښت په کې نه دی راغلی.))

نوموړي ژمنه وکړه چې کرنيزو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه به په دغه ولايت کې دوه د مېوو لوى مارکېټونه جوړ کړي چې يو به يې دولتي او بل به يې خصوصي وي.

د هغه په وينا، راتلونکې اوونۍ به د کجکي برېښنا بند د سروې چارې هم پيل شي چې د برېښنا توليد به له ٥١ څخه ١٥١ ميګاواټو ته لوړ شي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.