ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ګوشته کې د لېمو باغ جوړ شو

د ننګرهار په ګوشته کې د لېمو باغ جوړ شو

author avatar
14 Nov 2018 - 12:01
د ننګرهار په ګوشته کې د لېمو باغ جوړ شو
author avatar
14 Nov 2018 - 12:01

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان د بڼوالۍ پرمختیایي مؤسسې د دوه اعشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د ليموو باغ جوړ شو.

چارواکي وايي، د ۱۱ سوه ونو لرونکی دغه باغ په لس جريبه ځمکه کې جوړ شوی او پر قطره يي اوبه خور سيستم باندې سمبال دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر نور الله سباوون د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد باغ پرون په ګوشتې ولسوالۍ کې د يوې غونډې پر مهال پرانيستل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یاد نمایشي باغ کې د لیمو نیالګیو ته اوبه په پلاستیکي ځانګړو پیپونو کې انتقالېږي او هر بوټي ته د اړتیا له مخې څاڅکي، څاڅکي اوبه ورکول کېږي.

دی زياتوي، د یاد نمایشي باغ موخه د اوبه خور قطره یي سیستم رواجول دي، څو د اوبو بې ځایه مصارف کم او په کمو اوبو زیاتې ځمکې خړوبې شي او هم په راتلونکي کې هغه ځمکې چې د اوبو ستونزه لري هم تر کښت لاندې را وستل شي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، د دغه باغ په جوړېدو به خلکو ته د کارموندنې تر څنګ د وطنيو زراعتي حاصلاتو په ډېروالي کې هم مهم رول ولوبوي.

د دغه باغ يو باغوان ګل نبي پژواک ته وويل، چې د دغه باغ په جوړېدو ورته هم کار پيدا شو، هم به له دغه باغ څخه په ياده ولسوالۍ کې نور باغونه ورغول شي.

په همدې حال کې د ګوشتې ولسوال شېرشاه حسيني د سيمې له اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د ياد باغ له باغوانانو وغوښتل چې د باغ ساتنه خپله دنده وګڼي او د سيمې د ښکلا تر څنګ يې د اقتصاد په لوړوالي کې د دغه باغ موجوديت ګټور ياد کړ.

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۷): د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان د بڼوالۍ پرمختیایي مؤسسې د دوه اعشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د ليموو باغ جوړ شو.

چارواکي وايي، د ۱۱ سوه ونو لرونکی دغه باغ په لس جريبه ځمکه کې جوړ شوی او پر قطره يي اوبه خور سيستم باندې سمبال دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر نور الله سباوون د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد باغ پرون په ګوشتې ولسوالۍ کې د يوې غونډې پر مهال پرانيستل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یاد نمایشي باغ کې د لیمو نیالګیو ته اوبه په پلاستیکي ځانګړو پیپونو کې انتقالېږي او هر بوټي ته د اړتیا له مخې څاڅکي، څاڅکي اوبه ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.